ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيضي: امريکا دې د سولې بهير په چټکوالي کې له  سياسي او ديپلوماتيکو مجراو   ګټه واخلي

فيضي: امريکا دې د سولې بهير په چټکوالي کې له سياسي او ديپلوماتيکو مجراو ګټه واخلي

author avatar
5 Jul 2012 - 19:31
فيضي: امريکا دې د سولې بهير په چټکوالي کې له  سياسي او ديپلوماتيکو مجراو   ګټه واخلي
author avatar
5 Jul 2012 - 19:31

کابل ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): افغان دولت له نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امريکا څخه وغوښتل، چې د سولې پروسې د چټکوالي په موخه دې له ټولو سياسي او ديپلوماتيکو مجراو څخه په کار اخيستنې سره د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړي .

دغه څرګندونې د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د چنګاښ په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

ده وويل، چې امريکا دې د سولې په برخه کې  له پاکستان، قطر، سعودي او ترکيه سره د افغانستان دولت لخوا د پيل شويو کوښښونو ملاتړ کلک وکړي او په دې برخه کې دې وسلوال مخالفين د سولې بهير ته وهڅوي.

 فيضي د سولې په تړاو د امريکا د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د هغوى هڅې اړينې وبللې.

د ده په خبره، د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډير مهم او جدي دى.

نوموړي زياته کړه: ((موږ له پاکستان څخه غواړو، چې هغه افغان وسلوال مخالفين دې د سولې او خبرو مېز ته حاضر کړي، چې د دوى په هېواد کې مېشت دي.))

 دغه راز نوموړي په جاپان کې د يوه پوهنتون په نوښت د وسلوالو مخالفينو د استازيو جوړه شوې غونډه اغېزمنه وبلله او د ياد پوهنتون  دغه ابتکار  يې وستايه.

ده وويل، چې دغه ډول غونډې له افغان دولت سره د سولې بهير په چټکوالي کې ډېره مرسته کوي او دوى يې هر کلى کوي.

فيضي سعودي عربستان ته د سولې د عالي شورا د مشر صلاح الدين رباني او ورسره پلاوي سفر، د سولې پروسې د ګړندۍ کولو په برخه کې هغه هڅې وبللې، چې د سولې عالي شورا يې تر لاس لاندې لري.

ده وويل، سعودي کولى شي، چې وسلوال مخالفين او هم پاکستان دې ته وهڅوي، چې د سولې د ټينګښت په برخه کې اغېزمن ګام پورته کړي.

د ولسمشر د وياند په خبره ، چې سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو په منځ کې ځانګړى مقام لري او د سولې په برخه کې پر وسلوالو مخاليفنو او پر پاکستان مثبت اغېز لرلى شي .

د هغه په وينا، د وسلوالو طالبانو يوه غړي څو ورځې مخکې جاپاني رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې دوى غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، دغه څرګندونې د خبرو اترو په پرمختګ کې مثبت ګام دى.

فيضي وايي، چې د افغانستان د دولت  هغو وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو هرکلى او ملاتړ کوي، چې د دې خاورې بچيان دي او د افغانستان اساسي قانون او د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنو ته درناوى لري.

نوموړي له وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې د بې ګناه عامو افغانانو له وژلو لاس واخلي، د سولې له پروسې سره يو ځاى او د افغانستان په سياسي  بهير کې ورګډ شي.

دغه راز فيضي، هغه ټول خبرونه، چې ګواکې له ٢٠١٤ کال وروسته به په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل شي رد او دا يې د بهرنيو رسنيو تبليغات  او رواني جګړه وبلله .

ده وويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته، چې کله بهرني ځواکونه  له افغانستان څخه وځي، نو دولت  د امنيت د ټينګښت لپاره بشپړ چمتوالى لري.

نوموړي زياته کړه: ((د خپلې خاورې د دفاع په خاطر هر ورځ تر ٢٠ ډېر امنيتي ځواکونه  او په دې خاوره مين بچيان ځانونه قرباني کوي.))

ده وويل، چې د خپلې خاورې د ساتنې او د دښمن د له منځه وړلو په موخه د باميانو امنيتي ځوان په هلمند او د هلمند ځوان د شمال په ناامنو سيمو کې او دغه راز د نورو ولايتونو ځوانان بيا په نورو ناامنو سيمو کې قربانۍ ورکوي.

د هغه په وينا، د دې خاورې د ساتنې دنده يواځې او يواځې د افغانانو ده او همدوى به لکه د اوس په څېر تر ٢٠١٤ کال وروسته هم په ښه روحيه او ښه اکمال سره د خپلې خاورې امنيت ساتي.

فيضي زياته کړه: ((زموږ امنيتي ځواکونه اوس تر تېرو کلونو ډېر پياوړي شوي دي او د دې وړتيا لري، چې د خپل ولس او له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.))

 خو د ولسمشر وياند وويل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بيا ملي ځواکونه د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري او په دې برخه کې بايد په ګډه کار وشي.

د ده په خبره، دغه راز دا د سيمې او ګاونډيو هېوادونو دنده ده، چې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته راوړاندې شي.

د هغه په وينا، په تېرو لسو  کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د بشپړ برياليتوب نه ترلاسه کولو لوى لامل په سيمه ييزه کچه نه همکاري وه.

 فيضي وايي: ((موږ پخپلو ملي ځواکونو باور لرو او پرې وياړو.))

 نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغان ملي ځواکونو د ځواکمنتيا او د افغانستان اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

همدارنګه د فساد په اړه د نړيوالې ټولنې د اندېښنو په اړه د ولسمشر وياند وويل، چې  دا دوه بعده لري، يوه برخه يې په افغاني سيستم کې ده او بل يې نړيوال بُعد لري.

د هغه په وينا، په هغو مرستو او پيسو کې، چې له بهره راځي په هغې فساد زيات دى، د قراردادونو په ميکانيزم کې فساد دى او ځينې لوى قراردادونو مهمو او زورواکو خلکو ته ورکول کېږي.

د ده په خبره، دا يوه ډېره لويه سياسي او ټولنيزه ستونزه ده او افغان دولت ژمن دى،  چې د هواري هڅې يې نورې زياتې کړې .

هغه زياته کړه، چې په راتلونکو دوو کلونو کې افغان دولت خپلې هڅې زياتوي، چې ملي ادارې ځواکمنې او اداري فساد سره کلک مبارزه وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.