ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست چارواکو او خلکو د سولې په نوم د شمالي وزيرستان پولې ته سفر وکړ

11 Jul 2012 - 11:21
11 Jul 2012 - 11:21

خوست ښار (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): له خوست ښار څخه د شمالي وزيرستان تر پولې پورې د سولې کاروان په نوم دولتي چارواکو او قومي خلکو سفر ترسره کړ.

دغه سفر تېره ورځ  (د چنګاښ ٢٠مه) ناوخته له خوست ښار څخه د تڼيو د عادمحمد او د شمالي وزيرستان تر پولې په داسې حال کې ترسره شو، چې د خوست د والي سربېره د دغه ولايت د ټولو ملکي او پوځي ادارو مشرانو، مامورينو، د مدني ټولنې استازو، قومي مشرانو، ژورنالېستانو او ګڼ شمېر ځوانانو په کې ګډون درلود.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې له ياد سفر څخه يې موخه د خوست او شمالي وزيرستان د سرحدي سيمو خلکو ته د سولې پيغام رسول و.

د هغه په وينا، د يادو سيمو خلک  په تېرو څو لسيزو کې تر ټولو زيات د جنګ جګړو قرباني شوي دي.

نوموړي زياته کړه، که په دغې سرحدي سيمه کې امن راشي او ثبات ټينګ شي، نو نه يواځې په سرحدي ولايتونو کې، بلکې د ټول افغانستان پر حالاتو ښه اغېز کولی شي.

د خوست والي خوښي وښوده، چې دغه سفر يې ډېر کامياب او په دې سره يې  ډېری هغه خلکو ته د سولې پيغام ورساوه، چې اوس هم د بېلابېلو لاملونو له امله په جګړه کې ښکېل دي.

ده ژمنه وکړه، چې دا ډول د سولې او يووالي تر نوم لاندې سفرونه به د خوست نورو ولسواليو ته هم وکړي، چې خلک د سولې له نعمت څخه برخمن شي.

د خوست والي دغه راز وويل: ((د دغه سفر يو بل هدف دا وو، چې د خوست خلکو ته څرګنده کړو، چې افغان دولت له تاسو سره دى، تاسو چې په هر ځاى کې وى، موږ مو پوښتنه کوو.))

د خوست د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ يو قومي مشر انجنير مېرزاعلي خوستي، چې په دغه سفر کې يې ګډون کړی و، پژواک اژانس ته وويل، چې دا ډول سفرونه ډېر ګټور تمامېږي.

د هغه په وينا، سرحدي سيمو ته د چارواکو تګ د ولس او دولت په منځ کې شته رامنځ ته شوی واټن راکمولی شي او خلکو ته د دې جرات ورکوي، چې د وسلوالو په خلاف پورته شي.

د تڼيو د عادمحمد سيمې اوسېدونکي نيازګل کوچي پژواک ته وويل، خوښ دی چې د والي په ګډون يې سلګونه کسان د دوی سيمې ته ورغلي دي.

ده زياته کړه: ((زه اوس دا احساسوم چې دولت زموږ او موږ د دولت يو او په هېڅ وخت کې دا اړيکې څوک نه شي زيانمنولی.))

د عادمحمد سيمه له خوست ښار څخه نږدې شپته کيلومتره لرې پرته غرنۍ سيمه ده.

په دې سيمه کې د عادمحمد په نوم يو زيارت دی، چې دغه سيمه هم په هماغه نوم نومول شوې، د نوروز او نورو خوښيو په ورځو کې د خوست ګڼ شمېر ځوانان دغه ځای ته ورځي او ميلې کوي.

دغه زيارت د يو هسک غره پر سر دی، شاوخوا ټول غرونه او غونډۍ يې په شنو ونو پوښل شوې دي.

د عادمحمد سيمه د شمالي وزيرستان د شوال له سيمې سره جوخته پرته ده.

د سيمې خلک وايي، چې عاد او محمد هغه دوه کسان دي، چې افغانستان ته د اسلام د راوړو پر مهال دلته راغلي او په جګړو کې شهيدان شوي او بيا دلته خاورو ته سپارل شوي دي.

په خوست ولايت کې يوه ځوان ژورنالېست محمدزمان نظري پژواک اژانس ته وويل، چې که په دغه ځای کې پانګونه وشي او د اوسېدو او سياحت وړ شرايط برابر شي، نو دولت او خلکو ته به يې ګټه خورا ډېره وي.

ده زياته کړه، چې د عادمحمد سيمه د هېواد په کچه سياحتي او د سيل ځاى دى، خو د دولت د نه پاملرنې او کله ناکله د نا امنيو له امله ورته څوک د تګ زړه ډېر نه ښه کوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version