کابل(پژواک٢٢چنګاښ ٩١): حزب اسلامي په هېواد کې د عادلانه او شفافو ټاکنو غوښتونکى دى او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلوونکو ټاکنو کې به پراخه ونډه واخلي.
دغه څرګندونې د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال نن د (چنګاښ ٢٢مه ) د دې حزب په هغې غونډې کې وکړې ، چې په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوې وه او د سلګونو ښځو ترڅنګ د دې حزب په زرګونو نورو غړيو پکې برخه درلوده .
ارغنديوال وويل ، چې حزب اسلامي په هېواد کې د عادلانه او شفافو ټاکنو غوښتونکى دى او نه غواړي ، چې د ټاکنو په پروسه کې کورنۍ يا بهرنۍ لاسوهنې وشي .
هغه زياته کړه ، چې هغه مهال رڼې ټاکنې ترسره کېداى شي ، چې د ګوندونو له غوښتنې سره سم د ټاکنو په قانون کې تعديل راشي .
ارغنديوال د حزب اسلامي له ټولو غړيو څخه غوښتنه وکړه ، چې د راتلوونکو ټاکنو لپاره د رايې ورکولو کارت واخلي ، ځکه چې دغه ګوند غواړي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي .
دغه راز هغه وويل ، چې حزب اسلامي په هېواد کې د ټولو هغو عواملو مخالفت کوي ، چې هېواد له ستونزو سره مخ کوي .
د هغه په وينا: ((حزب اسلامي د سرلوړي افغانستان په هيله د مرګ تر حده هلې ځلې کوي .))
ارغنديوال له ټولو اسلامي ګوندونو څخه غوښتنه وکړه ، چې په هېواد کې د سولې د راوستو په موخه يو لاس شي .
هغه زياته کړه : ((حزب اسلامي له جګړې سره مخالف دى او په هېواد کې سوله غواړي .))
ده وويل ، حزب اسلامي ټينګار کوي ، چې افغانستان بايد د نړۍ له ګڼو هېواونو سره د ښې همکارۍ اړيکې ولري .
هغه وايي ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هېواد له دوو سترو ننګونو ( امنيتي او اقتصادي ستونزو) سره لاس او ګرېوان شي .
نوموړى زياتوي: (( خو سره له دې هم موږ پر خپلو ځواکونو باور لرو، چې له بهرنيو پرته هم په هېواد کې امنيت ټينګولاى شي .))
ارغنديوال د اقتصادي ستونزې د حل په اړه وويل ، حزب اسلامي ټينګار کوي ، چې افغان دولت بايد د هېواد په کانونو پانګونه وکړي.
د حزب اسلامي د نننۍ غونډې ګډونوالو د لاسونو په پورته کولو سره د ارغنديوال يادې خبرې تاييد کړې .
په دغه غونډه کې د حزب اسلامي يوه غړي مدير شريف وويل ، چې حزب اسلامي د پوهنې وزارت له چارواکيو څخه غواړي ، چې په هېواد کې متوازن معارف رامنځته کړي.
هغه وويل ، چې د حزب اسلامي رهبري له ټولو هېوادوالو څخه غواړي ، چې خپل بچيان د هېواد د ښېګڼې په موخه ښوونځيو ته واستوي.
ده زياته کړه ، چې حزب اسلامي له ځوانانو څخه هم غوښتنه کوي ، ترڅو د نړۍ د نورو هېوادونو د ځوانانو په څېر زده کړې وکړي، چې په پايله کې يې افغانستان د نړۍ د نورو پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودريږي .
حزب اسلامي شاوخوا پنځه کاله مخکې په دوو ډلو ووېشل شو، چې يوه برخه يې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ په پلازمېنې کابل او ولاياتو کې فعاليت کوي او بله برخه يې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغان دولت پر وړاندې وسلوال فعاليت لري.
حکمتيار ويلي ، چې په افغانستان کې به د بهرنيو ځواکونو تر شتون پورې خپلې وسلوالې مبارزې ته ادامه ورکوي، خود روان کال په لومړيو کې د حزب اسلامي يو پلاوى د مذاکراتو په موخه کابل ته راغى ، تر څو ورځو خبرو وروسته کله ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند لاس ليک شو ، د حزب اسلامي استازي له افغان دولت سره خپلې خبرې بندې کړې.
د غويي په دولسمه د افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا د متحده ايالاتونو د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ په کابل کې د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک شو.
د حزب اسلامي په نننۍ غونډه کې د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني وويل ، چې حزب اسلامي د سولې په راوستو کې له دې شورا سره ډيرې هلې ځلې کوي .
ده وويل : ( افغانان جګړه غوښتونکي نه دي ، خو له بهر څخه جګړه پر دوى تپل شوې ده .)
هغه له ټولو اسلامي ګوندونو څخه غوښتنه کړه ، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه سره يو لاس شي .
رباني زياته کړه : ((د شهيدانو وينو ته د درناوي په موخه بايد خپل هېواد اباد کړو او هېواد هغه مهال ابادېداى شي ، چې ملي يووالى رامنځته کړو .))
په ياده غونډه کې د تکبيراو الله اکبر د نعرو ترڅنګ يو شمېرګډونوالو يې شعارونه ورکول ، چې ((ژوندى دې وي د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار .))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن