ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: د کندهار وروستي بريدونه پر مخالفينو د بهرني فشار له امله وو

جنرال رازق: د کندهار وروستي بريدونه پر مخالفينو د بهرني فشار له امله وو

author avatar
12 Jul 2012 - 15:06
جنرال رازق: د کندهار وروستي بريدونه پر مخالفينو د بهرني فشار له امله وو
author avatar
12 Jul 2012 - 15:06

کندهار ښار (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩١): د کندهار امنيه قوماندان وايي، چې وسلوالو مخالفينو د بهرنيو کړيو د ډېر فشار په پايله کې پر دغه ولايت ډله ييز بريدونه وکړل.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق نن (د چنګاښ په ٢٢مه) د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې، خبري غونډې ته پر دغه ولايت د وسلوالو مخالفينو د وروستيو بريدونو او خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

د هغه په وينا، وسلوالو مخالفينو د ډېر سخت بهرني فشار په پايله کې پر کندهار ښار وروستي ډله ييز بريدونه تر سره کړل.

نوموړي زياته کړه: (( موږ معلومات لرو، چې د شيکاګو تر کنفرانس وروسته وسلوالو مخالفينو پر کندهار د دغه راز ډله ييزو بريدونو د تر سره کولو پلان درلود، په دغه موده کې موږ د هغوى ډېرې حملې شنډې کړې دي.))

د ده په خبره، وسلوالو مخالفينو په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې خپل ځواک له لاسه ورکړى او پر هغوى د بهرنيو کړيو له خوا ډېر فشار و، تر څو دغسې بريدونه وکړي او خپل قوت وښيي.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې د دغو بريدونو طرحه د وسلوالو مخالفينو د کوېټې د شورا له خوا جوړه شوې وه او په بريد کوونکو کې د پاکستان د کراچۍ ښار، وزيرستان او د کوېټې د چمن اوسېدونکي هم شامل وو.

دى وايي: ((که څه هم دا يوه کمزوري ده، يوه يا دوو عسکرو به په خپله دنده کې غفلت کړى وي، خو دا سمه نه ده، چې ټول امنيتي ارګانونه ناغيړي کوي، موږ به د خپلو ځواکونو د لا زياتې پياوړتيا هڅه کوو، خو د خلکو مرسته ډېره ضروري ده.))

د ده په خبره، وسلوالو په دغو بريدونو کې له ښوونځي، جومات او مارکېټونو څخه کار واخيست او د نظامي کسانو په پرتله يې ملکي خلکو ته ډېر زيان ورساوه.

هغه وويل، چې دا د کندهار پر امنيه قوماندانۍ د مخالفينو ١٦ بريد دى، دغه سيمه د ښار منځ او د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زياته ده، د امنيه قوماندانۍ پر نوې ودانۍ کار روان دى او ډېر ژر به يې له دغه ځايه ولېږدوي.

امنيه قوماندان په عمومي توګه د کندهار ولايت امنيتي وضعيت ښه و ارزاوه؛ خو ويې ويل، چې وسلوال مخالفين د نورو ولايتونو په پرتله دغه ولايت ته ډېر ځير دي.

نوموړي زياته کړه: ((کندهار له کوېټې سره ٤٤١ کيلومتره اوږده پوله لري، د طالبانو ټول حکومت اوس په کوېټه کې جوړ دى، ټول قوماندانان، ولسوالان او واليان يې هلته دي او له هماغه ځايه دغلته بريدونه پلان کوي.))

هغه په روانه اوونۍ کې مخالفينو، پوليسو او ملکي وګړيو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې ٣٣   وسلوال مخالفين وژل شوي او ٢٩ ژوندي نيول شوي، دغه راز ٩ پوليس او ٦ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ده په خبره، د پوليسو په عملياتو کې ١٤٥ ماينونه کشف او شنډ شوي او دغه راز له مخالفينو څخه ٢٧ ميله بېلابېلې وسلې هم نيول شوې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.