ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: په توکيو کې د نړيوالې ټولنې مرستې ١٨ ميليارده ډالرو ته رسېږي

12 Jul 2012 - 12:54
12 Jul 2012 - 12:54

کابل (پژواک ٢٢ چنګاښ  ٩١): ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ، چې د توکيو په کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستو ژمنې تر ١٨ ميليارده ډالرو رسېږي او حکومت جدي دى، چې له دې مرستو به ناوړه ګټه پورته نشي، بلکې په ځاى به ولګېږي.

حامد کرزي نن ( د چنګاښ ٢٢مه)  د جمهوري رياست په ماڼۍ کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل ،چې له افغانستان سره د جاپان دتوکيو په نړيوال کنفرانس کې د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنې د څلورو کلونو لپاره له ٢٠١٣ څخه تر ٢٠١٦ پورې ١٦ ميليارده ډالر تثبيت شوي دي.

خو هغه وويل، چې دغه مرستې به تر ١٨ ميليارده ډالرو ورسېږي، ځکه چې ځينې هېوادونه د خپلو داخلي قوانينو له مخې نه شي کولى له افغانستان سره د څو کلونو مرستو کچه په يو ځل په ډاګه کړي.

 د توکيو کنفرانس د چنګاښ په ١٨مه د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پراختيا په موخه د څه باندې ٨٠ هېوادنو او نړيوالو سازمانونو د استازيو په ګډون جوړ شو.

ولسمشر کرزي له جاپان څخه د توکيو کنفرانس د جوړېدو او له نړيوالو د مالي مرستې د ژمنو له امله مننه وکړه او ويې ويل ،چې ددې مرستو دليل دوه موضوعات دي، يو دا چې افغانستان په نړۍ کې ديوه خپلواک او باعزته هېواد په توګه خپل ځاى تثبيت کړى  او دويم دا چې افغانستان له صفر نه پيل کړى او پر خپلو پښو د ودرېدو پر لور روان دى.

 خو هغه وويل : ” ايا موږ د نړۍ له دې سترې مرستې او طلايي فرصت څخه ، چې د ملت هيله ده، ګټه پورته کولى شو او که نه !”

حامد کرزي ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې ايا له دې نړيوالو مرستو به لوړپوړي دولتي چارواکي او زورواک کسان ناوړه ګټه پورته نکړي؟ وويل، چې دولت د پيسو د پيدا کولو ځاى نه دى او دولت د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

 ولسمشر کرزي زياته کړه : ” موږ د اداري فساد پر وړاندې زيات اقدامات لرو او تاسو به يې په راتلونکي کې ووينئ. “

هغه يو ځل بيا طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او ويې ويل ، چې رادې شي بېګانه ټوپک دې له اوږې ښکته کړي او د هېواد په جوړولو کې دې برخه واخلي.

کرزي وويل ، چې ددولت وسلوال مخالفين کولى شي د افغانستان دننه دفتر پرانيزي ، سياسي ګوند جوړ کړي او د ازادو ټاکنو له لارې ګټونکي شي.

 خو هغه وويل : ” موږ له وسلوالو مخالفينو سره جګړه نه کوو، هغوى دي ، چې زموږ پر ضد جنګېږي، که چيرې وسلوال مخالفين په بېګانه ټوپک ددې خاورې امنيتي ځواکونه او ماشومان وژني، ښوونځي سوځوي او د بېګانه وو په اشاره جګړې ته دوام ورکوي، موږ به هم تر پيړيو جګړې ته دوام ورکړو. “

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version