ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرنې وزارت د ننګرهار اويا کيلومتره عمومي کانال رغوي

17 Jul 2012 - 15:13
17 Jul 2012 - 15:13

جلال اباد (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې ډېر ژر به د ننګرهار د ناوې د پراختيا ٧٠ کيلومتره دېوال د رغونې چارې پيل کړي، چې د جلال اباد ښار په ګډون به د دغه ولايت د اوو اداري واحدونو ځمکې خړوبې کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبه خور معين انجنير رازمحمد راز دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٧مه د هغه ورکشاپ په ترڅ  کې پژواک اژانس ته وکړې، چې د ياد کانال د  اوبو لګوونکو لپاره جوړ شوى و.

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار د ناوې د پراختيا پروژه، چې پنځه لسيزې وړاندې د درونټې برېښنا بند په جوړېدو سره رامنځ ته شوې، بيارغونې ته سخته اړتيا لري.

د هغه په وينا، د وزارت له بودجې څخه به د ٢٥ ميليونه ډالرو په ارزښت يوه مياشت وروسته دغه پروژه پيل کړي او د کانال ټولې برخې به له سره ورغول شي.

رازمحمد وويل: ((د شخصي ځمکو ترڅنګ دغه کانال ٧٠زره جريبه د زيتونو او ستروسو فارمونه هم خړوبوي، چې تر ځمکې لاندې سيپنونه، ورخونه او دروازې يې د درېيو لسيزو جګړو له امله ډېرې زيانمنې شوې دي.))

د ده په خبره، په ننګرهار کې د کانال رياست اړوند درې زره جريبه ځمکه غصب شوې، چې ځيني ښارګوټي او شخصي ودانۍ پرې جوړې شوې دي.

نوموړي خواشيني څرګنده کړه، چې فکر نه کوي دغه ځمکې دې بېرته ترلاسه کړاى شي.

د کرنې د وزارت مرستيال وويل، د ولسمشر د فرمان له مخې ټول هغه قراردادونه لغوه اعلان شوي، چې د غير کرنيزو پروژو لپاره يې د کانال ځمکې ترلاسه کړې دي.

د هغه په وينا، ولسمشر کرزي د ننګرهار والي ته دنده سپارلې، چې دغه ډول پروژې دې په ټپه ودروي.

راز وايي، چې د ٧٠ کيلومتره کانال او فارمونو د ساتنې لپاره ٩١ پوليس لري، چې دغه شمېر پخوا شپږ سوه تنه وو.

نوموړي هيله وښوده، چې ډېر ژر به د کورنيو چارو وزارت ورته د پوليسو شمېر ډېر کړي.

دى زياتوي: (( له يوې ايټالوۍ موسسې سره مو د يو ميليون يورو قرارداد لاسليک کړى، چې د دغه ولايت د زيتونو فابريکه ورغوي.))

په ننګرهار کې د اوبه خور د ټولنې مشر عبدالاحمد لقماني پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار کانال نهه کيلومتره د خوړونو او غرونو په ساحه کې تر ځمکې لاندې تېر شوى، چې ډېرې برخې يې ويجاړې شوې دي.

د هغه په وينا، له همدې امله د اوبو ضايعات لوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کرنې وزارت معين ورته ژمنه ورکړې، چې سږ کال به د کانال او فارمونو د بيارغونې شل پروژې پلې کړي.

لقماني وويل: ((د کانال ٣٥ تنو اوبو لګوونکو ته به په دوه ورځني ورکشاپ کې د اوبو لګولو نوى سيسټم ور وپېژني.))

د ده په خبره، افغانستان د سيمې هېوادونو ته په کتنې  د باران ٢٥٠ ميلي د اورښت اندازه لري، چې ډېره ټيټه ده؛ ځکه نو بايد د اوبو د ضايعاتو کلکه مخه ونيول شي.

د غني خېلو د ٢٨مې ويالې د کانال يوه اوبه لګوونکي مياه ګل شينواري پژواک اژانس ته وويل، په هغې سيمه کې چې دى کروندو ته اوبه ورخوشې کوي، د کانال ورخونه او دروازې له کاره لوېدلي دي او دى يې له سختو ستونزو سره مخ کړى دى.

د هغه په وينا، که د کانال رغونه ترسره شي، د زيتون او ستروسو باغونه به د منظم اوبه خور له مخې ښه وده او مېوه وکړي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال توانېدلى و، چې د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) په مرسته د کانال ١٤ کيلومتره له خړو او خټو څخه پاک کړي.

ده ژمنه وکړه، چې د ولسمشر فرمان به عملي کوي، غصب شوې ځمکې به بېرته راګرځوي او هغه قرارداديان به نه پرېږدي، چې د کانال پر ځمکو د ودانۍ کارونه ترسره کړي.

د يادونې ده چې يوه اونۍ وړاندې د ننګرهار د برېښنا رييس خبردارى ورکړى و، چې د درونټې د بند په کاسه او د دغه کانال په سربند کې څلور ستر درزونه رامنځ ته شوي دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version