ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل چارواکو پر دوى لګېدلي تورونه رد کړل

د زابل چارواکو پر دوى لګېدلي تورونه رد کړل

author avatar
19 Jul 2012 - 14:17
د زابل چارواکو پر دوى لګېدلي تورونه رد کړل
author avatar
19 Jul 2012 - 14:17

 کلات (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د زابل يو شمېر چارواکو پر دوى لګول شوي تورونه رد کړل او وايي، چې دا د هغو کسانو کار دى چې د دغه ولايت چارواکي يې د نامشروع ګټو مخنيوى کوي.

تېره ورځ د زابل يو شمېر اوسېدونکو چې په کې د ولايتي شورا دوې غړې هم شاملې وې، په کابل کې يې د ولسي جرګې د ودانۍ مخې ته لاريون وکړه او د زابل چارواکي يې پر فساد او د ځمکو پر غصب تورن کړي و.

خو د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار نن (د چنګاښ۲۹مه) په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې په لاريون کوونکو کې يو شمېر يې په ولسي جرګه کې د زابل د وکيل عبدالقادر قلاتوال ملاتړي دي او يو شمېر نور داسې کسان دي چې په زابل کې يې چارواکو نامشروع غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى.

هغه زياته کړه: ((د قلاتوال صاحب د سپکاوي ادعا بې ځايه ده، د زابل چارواکو هېڅ وخت د چا سپکاوى نه دى کړى بلکې په خپله قلاتوال د زابل د ښاروال سپکاوى کړى چې موږ يې د حيثيت د اعادې غوښتنه کوو.))

شاوخوا يوه اونۍ وړاندې په کلات کې د زابل د ښاروال سيداحمد ساپي او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو د استازي عبدالقادر قلاتوال ترمنځ شخړه پېښه شوه، قلاتوال ادعا کړې وه چې ښاروال يې د وژلو هڅه کړې خو د زابل چارواکو بيا ويل چې يوازې يې تر منځ لفظي شخړه شوې ده.

د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عزيزالله توخي هم په کابل کې د لاريون کوونکو ادعا بې ځايه وبلله او زياته يې کړه، چې که د زابل په دولتي ادارو کې فساد موجود وي نو په خپله دوى به يې مخه ونيسي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرې ورځې په لاريون کې دوو ښځينه وکيلانو د ولايتي شورا په استازيتوب له رسنيو سره خبرې کړې، په داسې حال کې چې هغوى د ولايتي شورا استازې نه دي او نه هم دوى ورته دا صلاحيت ورکړى چې د ولايت شورا په استازيتوب خبرې وکړي.

د کلات ښاروال سيداحمد ساپي هم پر ده لګول شوي تورونه ردوي او وايي، چې د قلاتوال له لوري ګواښل شوى او په غير قانوني ډول بندي شوى چې له امله يې نوموړى د خپل حيثيت د اعادې غوښتنه کوي.

هغه په ياد خبري کنفرانس کې وويل، چې عبدالقادر قلاتوال ورڅخه په غير قانوني ډول په ښار کې د يوې ټوټي ځمکې د وېش اسناد غوښتي و او کله چې ده ورنه کړل نو يې ورسره لانجه وکړه.

نوموړي تور ولګاوه، چې د عبدالقادر قلاتوال کوم ملګري د ولايت مقام ته ټيلېفون کړى او ځان يې د افغانستان د امنيت د شورا استازى معرفي کړى او د ښاروال د بندي کېدو په اړه يې ورته ويلي چې له امله يې سيداحمد ساپي د يوې ورځې لپاره بندي شو.

ښاروال زياته کړه، چې هغه ټيلېفون د امنيت له شورا څخه نه و شوى او عبدالقادر قلاتوال په جعلي ډول دا کار تنظيم کړى و.

د زابل دغو چارواکو غوښتنه وکړه، چې د ولسي جرګې په هغه پلاوي کې چې د دې موضوع د څېړنې لپاره راځي، بايد د زابل ټول وکيلان او سناتوران په کې شامل وي؛ ځکه هغوى د دغې موضوع په اړه پوره معلومات لري.

عبدالقادر قلاتوال تر اوسه د زابل د دولتي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو شاوخوا يوه اونۍ وړاندې نوموړي ويلي وو، چې د کلات ښاروال يې د وژلو هڅه کړې او د زابل چارواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري

همدارنګه تېره ورځ د زابل يو شمېر اوسېدونکو په کابل کې لاريون کړى و او د زابل په دولتي اداره کې يې د فساد او زورواکۍ د شتون په اړه ولسي جرګې ته شکايتونه وکړل.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.