کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): ملګرو ملتونو او امريکا افغانانو ته د روژې د مبارکې مياشتې د را رسېدو له امله مبارکي وويله.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سفير ريان کراکر د خپل هېواد او ولس په استازيتوب د روژې د مبارکې مياشتې د را رسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي ويلې ده.
هغه زياته کړې: ((زه د خپل ځان، حکومت او ولس په استازيتوب په افغانستان او ټولې نړۍ کې مېشتو مسلمانانو ته د روژې د مبارکې مياشتې په راتګ مبارکي ورکوم.))
د امريکا سفير ويلي، چې په افغانستان، امريکا او د نړۍ په هر ګوټ کې روژه د عبادتونو، قربانيو صبر او زغم مياشت ده.
کراکر وايي، چې په امريکا کې هم په ميليونونو مسلمانان له خپلو افغاني وروڼو سره يو ځاى د روژې د مبارکې مياشتې هرکلى کوي.
په خبرپاڼه کې د سفير له خولې ليکل شوي، چې د رمضان د مياشتې په اوږدو کې به سفارت د روژه ماتي يو شمېر پروګرامونه په لاره واچوي؛ ځکه چې ارزښتونه سره شريک دي.
دغه راز په کابل کې د ملګروملتونو له دفتر (يوناما) څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره د افغانستان حکومت او افغانانو ته مبارکي ورکړل شوې ده.
سرچينې زياته کړې: ((د روژې په مبارکه مياشت کې بايد په ګډه د افغانانو د ښېګنې لپاره کار وکړو، چې له تېرو څو لسيزو راهيسې په ستونزو کې راګير دي.))
که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د روژې د مبارکې مياشتې اعلان نه دى شوى، خو د هېواد منجم عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې، چې نن د پنجشنبې په ماښام به مياشت وليدل شي او د جمعې په ورځ به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن