ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفير: د ټولو ښکېلو ډلو ترمنځ دخبرو غوښتونکى يم

د امريکا سفير: د ټولو ښکېلو ډلو ترمنځ دخبرو غوښتونکى يم

author avatar
9 Jul 2013 - 14:21
د امريکا سفير: د ټولو ښکېلو ډلو ترمنځ دخبرو غوښتونکى يم
author avatar
9 Jul 2013 - 14:21

کابل(پژواک،١٨ چنګاښ ٩٢):امريکا د روژې مبارکې مياشتې په راسېدو سره له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، څو دخبرو مېز ته کښېني او له حکومت سره دسولې او پخلاينې په اړه خبرې وکړي.

د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو په کابل کې د امريکا سفير جيمز کننګهم په خپل خپاره کړي پيغام کې ويلي :”دنړۍ مسلمانان دامريکا دميليونو مسلمانانو په ګډون دغه مبارکه مياشت لمانځي.رمضان هغه مياشت ده، چې دمسلمانانو په باور قرانکريم په کې په حضرت محمد( ص ) نازل شوى او دا هغه وخت دى،چې مسلمانان په خپله عقيده کې شته هدايت او حکومت او همدارنګه هغه مسووليت ته ،چې انسانان يې يو دبل او خداى ( ج ) پر وړاندې لري منعکسوي .”

 په کابل کې د امريکا دسفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې دامريکا دسفير له خولې ويل شوي، چې دعدالت، پرمختګ، زغم او کرامت په څېراسلامي ارزښتونه  دټول بشريت له ارزښتونو څخه دي،چې دبشر په توګه يې ټول مني.

د امريکا سفير زياته کړې :”موږ ټول دافغانستان دښې راتلونکې لپاره کار کوو، کله له خپلو دوستانو او کورنۍ سره د روژه ماتي لپاره راغونډيږئ، نو راځئ ،چې درمضان دغه ماهيت په ياد ولرو او دخپل ځان او نورو لپاره ديوې غوره نړۍ د جوړېدو په موخه دعا وکړو .”

د امريکا سفير په دغه پيغام کې ويلي :څرنګه چې موږ دغه دسولې کال پيلوو، زه ټولو هغو کسانو، چې پر خپلو مسلمانو وروڼو بريدونه کوي، غواړم، چې دخبرو مېز ته حاضر شي ، دافغانستان له حکومت سره دې دسولې او ملي پخلاينې په اړه خبرې وکړي. دامريکا متحده ايالات دافغانانو په مشرۍ دسولې له بهير څخه ملاتړ کوي، څو جګړه پاى ته ورسېږي او افغانان په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړي .”

په ورته وخت کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما دخپلې مبارکۍ په پيغام کې  ټولو مسلمانانو ته د روژې را رسېدو مبارکي ورکړه او زياته يې کړه ،چې روژه دنړۍ د مسلمانانو لپاره دعبادت، زغم ، تفکر او روژې نيولو مياشت ده .

په افغانستان کې دملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش هم د روژې مياشتې د رارسېدو په مناسبت په خپله خبرپاڼه کې دافغانستان له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي، چې ددغې مياشتې په درناوي له جګړې لاس واخلي او افغانانو ته دعباداتو تر سره کولو فرصت ورکړي .

خو وسله والو طالبانو ګواښ کړى، چې د روژې په مياشت کې به هم په افغانستان کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي .

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې روژه ددوى لپاره زيات مذهبي ارزښت لري او په دغه مياشت کې دجهاد ثواب په ځلونو زيات وي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.