ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې روژې ته په درناوي اوربند وکړي

ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې روژې ته په درناوي اوربند وکړي

author avatar
23 Apr 2020 - 17:01
ولسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې روژې ته په درناوي اوربند وکړي
author avatar
23 Apr 2020 - 17:01

لسمشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې روژې ته په درناوي اوربند وکړي

کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۹) : ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د اوربند په اړه د حکومت غوښتنه ومني.

په دغه پیغام کې چې پژواک ته رسېدلی، ولسمشر غني ټولو هېوادوالو او مسلمانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو مبارکي ورکړې ده.

هغه زیاته کړې:" د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې راغلې چې د کرونا ویروس په ټول هېواد کې خپور شوی دی. هیله لرم او ډاډه یم چې هېوادوال به د علماوو او عامې روغتیا وزارت لارښوونې په سمه توګه عملي کړي."

ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان حکومت له خپلو ټولو سرچینو په ګټې اخیستو سره هڅه کوي چې ټولنه کې د کرونا ویروس مهار کړي او د روژې په مبارکه میاشت کې د ټولنو فقیرو وګړو ته مرستې ورسوي.

هغه زیاتوي:" زموږ پوخ باور دی چې له هرې سختۍ وروسته اساني په مخ کې ده. دا وبا به هم بالاخره تېره شي، خو لکه څنګه چې د عقل او ايمان تقاضا ده، د تدببر لمن به نه پريږدو او د هېواد د هر اوسېدونکي کوښښ باید دا وي چې په هېڅ وجه بې پروایي ونه کړي، څو په دې ډول د تلفاتو اندازه تر وسه وسه کمه شي."

ولسمشر زیاته کړې چې له طالبانو د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه داده چې د روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي دې د اوربند غوښتنې ته لبیک ووایي او د خلکو پر وړاندې دې له جګړې لاس واخلي او سوله ییز ژوند دې خپل کړي.

هغه دوه ورځې مخکې هم له طالبانو غوښتي و چې روژې ته په درناوي اوربند وکړي.

ولسي جرګې هم تېره ورځ له طالبانو وغوښتل چې روژه کې اوربند وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.