ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فيسبوک کې د ديني او اخلاقي موضوعاتو خپرول ډېر شوي

23 Jul 2012 - 13:59
23 Jul 2012 - 13:59

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩١): د ټولنيزې شبکې (فيسبوک) افغان کاروونکي اوس د عامه اړيکو له دغې وسيلې څخه د ديني او اخلاقي افکارو د خپرولو لپاره ډېر کار اخلي.

که څه هم تر اوسه له جومات او منبر څخه د تبليغ کار اخيستل کېده، خو په دې وروستيو کې له ټولنيزې شبکې (فيسبوک) څخه هم دغه کار اخلي .

په فيسبوک کې که له يوې خوا خلک د بېلابېلو ټولنيزو، فرهنګي او سياسي موضوعاتو په اړه بحثونه کېږي، خو په دې وروستيو کې ديني او اخلاقي افکارو په اړه په کې بحثونه ډېر شوي او د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره د دې شبکې کاروونکي د روژې د فريضې او د دې مياشتې د فضيلتونو په اړه بحثونه کوي او نوي شيان په کې اچوي.

د فيسبوک ډېرى کاروونکي په پښتو، دري او اردو ژبو کې ديني او علمي ويناوې لګوي او له ملګرو غواړي چې له نورو سره يې شريک کړي.

د فيسبوک ډېرى کاروونکي خپلو ملګرو او ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکې مياشتې د راتګ مبارکۍ ورکړې او په دې مياشت کې يې خلک ښو او نېکو کارونو ته را دعوت کړي دي.

د عنايت الله کاکړ په نوم يوه تن د خپل فيسبوک پر وال ليکلي: ((ټولومسلمانانو وروڼواو خويندو ته د رمضان المبارک د مياشتې د را رسېدا له امله د زړه له کومي مبارکي وايم.))

نوموړي د مبارکۍ ترڅنګ له خداى (ج ) څخه د مغفرت غوښتنه کړې، د نړۍ د مظلومو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د برما او سوريې مظلومو مسلمانانو ته يې د سولې دعا کړې ده.

ځينو بيا په فيسبوک کې د روژه ماتي او پشلمي د فضيلتونو او د خوړو د څرنګوالي په اړه نبوي احاديث ذکر کړي دي.

د خان محمد بېزار په نوم يوه تن د حضرت محمد ص دغه حديث لګولى: ((کله چې له تاسو څوک روژه ماتوي، نو په خُرما دې ماته کړي، که چېرې خُرما نه وي، نو بيا دې په اوبو ماته کړي؛ ځکه چې اوبه پاکيزه دي.))

د نويداحمد په نوم يوه کس د خپل فيسبوک په وال کې يو داسې کارتون انځور کړى چې شيطان له له يوې دروازې بهر د تښتي په حال کې دى او بيا يې د حضرت محمد دا حديث شريف خپور کړى دى.

حضرت محمد ص فرمايي: ((کله چې د رمضان مياشت داخله شي، نو د جنت دروازې خلاصې او د دوزخ دروازې بندې شي او شيطان وتړل شي.))

د شمشاد شينواري د فيسبوک پر دېوال باندې د سم لمونځ کولو لارښوونه شوې ده، دغه د لارښوونه د کارتون عکسونو په وسيله شوې ده، چې څه ډول بايد سړى ودريږي، څه ډول رکوع سجده وکړي او داسې نور.

د نورو ديني لارښوونو ترڅنګ د فيسبوک پر دېوالونو د هېواد لپاره دعاګانې هم شوې دي.

د بريال حاجي زاده په نوم يو چا ليکلي: ((خدايه د روژې مبارکې مياشتې په برکت زموږ په هېواد کې سوله او ارامي راولي.))

د مرزا په نوم يوه تن بيا د ګاونډيانو حقوقو ته اشاره کړې او دا حديث شريف يې لګولى دى: ((هغه څوک مومن نه دى چې په خپله، په مړه خيټه ډوډۍ خوري او ګاوندى يې په تش وږي نس وېده کېږي.))

د عبدالرحيم په نوم يوه تن په خپله فيسبوک پاڼه کې بيا افغانان يووالي ته رابللي او د قران کريم هغه ايت يې پورته کړى چې په کې ويل شوي ټول مسلمانان سره وروڼه دي.

شاعر او ژورنالېست عزت الله ځواب بل د خپل فيسبوک پر پاڼه شکايت کړى، چې ځيني خلک د روژې په مبارکې مياشت کې د بېلابېلو لارو مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.

هغه ليکلي: ((د روژې مبارکې مياشتې په را رسېدو سره هر ځاى د قران کريم ترجمې او ختمونه پيل شوي دا ډېره د خوشالۍ خبره ده، خو يو شمېر اندېښمن دي چې په دې ترجمو کې ملايان د دولت ضد احساسات راپاروي او د جهاد فتواوې ورکوي، بله دا چې دا ترجمې اکثر د وهابيزم پلويان کوي او په لوى لاس مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي.))

د صادق کاکړ په نوم بل يوه په خپله پاڼه کې د فحاشۍ پر ضد غږ پورته کړى او د قران کريم دغه ايت يې پورته کړى دى:

ژباړه- ((د هغو کسانو لپاره سخت عذاب دى چې په مسلمانانو کې د فحاشي خپرول خوښوي.))

ديني عالم او د ټولنيزو چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې فيسبوک يوه ښه ټولنيزه شبکه ده او که څوک غواړي د نېک مقصد لپاره يې کارولى شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې هر افراط ځان ته غبرګون لري، په دې وروستيو کې په ټلويزيونونو او راډيوګانو کې فحاشي او نارواوې زياتې شوې او دغه کار د دې لامل شوى، چې ځوانان د ديندارۍ لوري ته وهڅوي.

نوموړي فيسبوک (د امر ابالمعروف او نهي عن المنکر ) لپاره يوه ښه وسيله وبلله او زياته يې کړه چې ځوانان د دې شبکې له لارې مثبت غبرګونونه ښيي.

ليکوال او ژورنالست نعمان دوست که څه هم د ځوانانو دغه کار مثبت ارزوي، خو له دوى غواړي چې د ديني او اخلاقي افکارو ترڅنګ د ملي افکارو او ملي روحيې لپاره هم په دې ټولنيزه شبکه کې فعاليت وکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل : ((موږ په يوه مسلمانه ټولنه کې ژوند کوو، ديني او اخلاقي افکار ډېرى د جوماتونو له لارې کېږي، زموږ په هېواد کې ملي مسايلو ته پاملرنه کمه ده؛ ځکه نو بايد ځوانان ملي مسايلو ته د فيسبوک له لارې ډېر کمپاين وکړي او ملي يووالى رامنځته کړي.))

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version