ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له فېسبوک څخه ناوړه ګټه  اخستنه د مرګ تر پولې خطرونه لري

له فېسبوک څخه ناوړه ګټه اخستنه د مرګ تر پولې خطرونه لري

کابل(پژواک ١٦ لړم٩٠) په افغانستان کې د فيسبوک له څه د پاسه ٢٤٢ زره کاروونکيو څخه ځينې له دې پاڼې څخه ناوړه ګټه اخلي ، خو ځينې نور بيا د معلوماتو په تر لاسه کولو او نورو چارو کې ترې سمه ګټه پورته کوي .
فيس بوک يو ټولنيزه پاڼه ده چې د ٢٠٠٤ کال په فبروري مياشت کې جوړه شوه ده .
د سوشيال بيکر سايټ د معلوماتو له مخې دا مهال له فيسبوک څخه په ټوله نړۍ کې نږدۍ ٧٧٣ مليونه او په افغانستان کې څه د پاسه ٢٤٢ زره تنه ګټه پورته کوي .
دسرچينې د معلوماتو له مخې ، په افغانستان کې ددې پاڼې د کاروونکيو ٨٥ سلنه نارينه او ١٥ سلنه ښځينه دي چې نږدۍ ٥٠ سلنه کاروونکي يې د ١٨ او ٢٤ کلونو ترمنځ عمرونه لري.
په افغانستان کې ډېر کسان په تېرو دوو کلونو کې له فېسبوک سره اشنا شوي چې نږدې ٧٣ زرو يې په تېرو شپږو مياشتو کې ځانته د فيسبوک پاڼې جوړې کړي دي .
په فيس بوک کې هرڅوک يوه شخصي پاڼه لري او کولى شي د خپلې خوښې معلومات ، انځورونه او ويډيوګانې له کوم محدوديت پرته له نورو سره شريکې او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خلکو نظرونه ترلاسه کړي او يا له نورو سره خپل نظر شريک کړي.
په افغانستان کې ځنيې کسان د فېسبوک له لارې بربنډ انځورونه او وېډيو ګانې خپروي، مذهبي او قومي تعصب ته لمن وهي او نجونې او هلکان له يو بل سره ناسمې اړيکې ټينګوي ، خو ځينې بيا له دې انټرنتي اسانتيا څخه سالمه ګته پورته کوي .
د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهنمل استاد ذبيح الله حيدري فيس بوک د انلاين او ازادې خبريالۍ لپاره يوه ښه وسيله بولي ، ځکه چې دده په اند له دې لارې خلک له کوم سانسور پرته خپل نظرونه څرګندولى شي .
دده په باور دا کار ځکه ګټور دى چې په ازاده توګه د مسايلو په اړه د نظرونو څرګندول د خلکو رواني عقدې کمولى شي .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى فېسبوک ډېر د نويو خبرونو او ځينو پټو تر لاسه شويو معلوماتو د خپرولو لپاره کاروي او وايي چې دغه پاڼه پر هنرى اثارو او ادبي ليکنو د نقد لپاره هم ښه وسيله ده .
دى وايي، دا مهال ځينې کسان په افغانستان کې له فېسبوک څخه ناوړه ګټه هم پورته کوي ، خو وايي چې له دې پاڼې ناوړه استفاده د وخت په تېرېدو او په خلکو کې د سواد د کچې په لوړېدو سره کميږي.
د کابل ښار اوسېدونکى کمال کاکړ چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په فيسبوک کې ځانته پاڼه جوړه کړې ده ، وايي تل هڅه کوي چې له دې لارې خپل معلومات د نړۍ او افغانستان د حالاتو په اړه ډېر کړي.
کاکړ په فيسبوک کې د ځينو کاروونکو لخوا پر قومونو تمسخر، سمت او ژبپالنه له فيسبوک څخه منفي ګټه اخيستل ياد کړل، چې له امله يې دده په باور ملي يووالى زيانمن کيږي.
د فېسبوک له لارې ځينې کسان خپل ورک دوستان هم موندلاى شي .
د امريکا غږ اشنا راډيو خبريال رحيم ګل څاروان وايي دى يو شمېر داسې کسان پېژني چې له همدې لارې يې د ډېرو مودو ورک دوستان موندلي دي .
خو څاروان وايي چې په فېسبوک کې ځينې کسان په پرديو نومونو او يا هم هلکان د نجونو په نوم پاڼې جوړوي او په دې توګه د خلکو د ځورونې لامل کيږي.
په فيسبوک کې دهلکانو لخوا د نجونو په نامه او يا هم په بدل نوم د پاڼې جوړولو له دې پاڼې ناسمې ګټې اخستنې ځينې خلکو ته ستونزې هم جوړې کړې دي .
د پېښور اوسېدونکى رحيم الله وايي چې له تېرو شاوخوا ٥ کلونو فيسبوک کاروي وايي چې په پاکستان کې په بدل نوم د فېسبوک د پاڼې جوړول ددې لامل شول ،چې يو کس ځان وژنه وکړي.
د هغه په وينا، يو کس چې په بدل نوم يې پاڼه جوړه کړې وه له يوې نجلۍ سره په فيسبوک کې د ډېرې مودې لپاره پيغامونه تبادله کول.
دى وايي ، وروسته يوه ورځ دې سړي او نجلۍ د فېسبوک له لارې په يو ځاى کې د ليدو ژمنه وکړه.
رحيم الله زياته کړه: (( کله چې دواړه ټاکل شوي ځاى ته د کتو لپاره لاړل، نو سړي وکتل چې خپله لور يې ده او له دومر مودې راهيسې يې له خپلې لور سره چټ( د پيغامونو تبادله ) کوله ، وروسته دې سړي ځان پخپله وواژه.))
همداراز کله ناکله ځينې کسان د تجسس لپاره هم په بل نوم د فيسبوک پاڼې جوړوي ترڅو د ځينو کسانو شخصيت ځانته معلوم کړي .
د فيسبوک يوه بل کاروونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې د فيسبوک له لارې يې يوه نجلۍ ملګرې کړې وه او هرکله به يې ورسره د ليکل شويو پيغامونو له لارې خبرې کولې .
دى چې شاوخوا شل کال عمر لري او د انجنيرۍ د پوهنځې محصل دى ، وايي چې تر يوې مودې وروسته نجلۍ ورته خپله د ټېلېفون شمېره ورکړه تر څو د ټېلېفون له لارې خبرې وکړي .
سرچينه زياتوي : (( کله مې چې په دې شمېره زنګ وواهه ، نو تره مې راسره خبرې پيل کړې او اخطار يې راکړ، زه څو ورځې له وېرې کور ته نه تلم. ))
ده وويل چې وروسته يې د ټېلېفون له لارې له خپل تره بښنه وغوښته او ژمنه يې وکړه چې بيا کله هم له فيسبوک څخه ناسمه ګټه نه اخلي .
فيس بوک د مارک زاکر برگ (Mark Zuckerberg) په نامه د يوه امريکايي ځوان لخوا د ٢٠٠٤ کال په فبروري مياشت کې جوړ شو.
په فيسبوک کى د غړيتوب اخيستل او ددې ټولنيزې شبکې کارول، ترټولو نورو شبکو اسانه دى، چې يواځې په لومړي سر کې د نوم، جنسيت او بريښناليک په ثبتولو سره هرڅوک کولى شي، ددې سايټ غړيتوب ترلاسه کړي.
اوسمهال فيسبوک په بېلابېلو هېوادونو کې د ټولنيز ژوند د يوې برخې په توګه ارزښت موندلى چې د مختلفو عمرونو لرونکي نارينه، ښځې، ځوانان، ماشومان پکې غړيتوب لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.