ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر فيسبوک د مړو انځورونو خپرول منفي پيغام لېږدوي

22 Nov 2012 - 14:38
22 Nov 2012 - 14:38

 کابل ښار (پژواک ٢ لېندۍ ٩١): يو شمېر خلک پر فيسبوک د مړو او ټپيانو د انځورونو خپرول  ښه نه ګڼي او وايي، چې دا د خلکو په روان منفي اغېز لري او کوم مثبت پيغام نه لېږدوي.

د فيسبوک يو شمېر افغان کاروونکي په هېواد کې د بمباريو، ځانمرګو بريدونو او نورو امنيتي پېښو پر مهال د مړو او ټپيانو زړه بوږنوونکي انځورونه خپروي.

خو له تېرو څو ورځو راهيسې، چې اسراييل د فلسطين پر غزې تراړې هوايي او ځمکني بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله يې اړولې،يو شمېر کسانو په دې بريدونو کې د وژل شويو فلسطينيانو زړه بوږوونکي انځورونه هم په پرله پسې ډول خپرول.

د فيسبوک يا ټولنيزې رسنۍ يو کاروونکي ډاکټر حنيف حيران پژواک اژانس ته وويل، چې د ده په ګډون ګڼ شمېر ځوانان له دغه کاره بد وړي.

نوموړي زياته کړه: ((زما په اند هېڅ ټولنيزه ګټه يې نشته، هغه څوک چي مړي کوي، ځانمرګي کوي، د هغوی زړونه هسې هم سخت شوي وي، په دې دوی ته هېڅ لاس ته نه ورځي، زه او نور له دې مړو او ټپيانو ليدلو ستړي راغلي يو، نورې وينې نه شو ليدلی.))

د هغه په وينا،که پر حالاتو او د خلکو پر زړونو يې څه اغېزې کولای او د دوی لپاره درس جوړيداى، بيا ښه وه،دوى به هم په خلاصو سترګو دا وړ انځورونه ليدل؛ خو اوس يواځې له اروايي ناروغيو پرته خلکو ته هېڅ نه ورکوي.

ليکوال او شاعر عبدالهادي هادي هم پژواک اژانس ته وويل، چې په ټوله دنيا کې دا د يوه ژورناليستيک اصل په توګه منل شوې ده، چې دا وړ انځورونه، چې کولای شي نور خلک يې په ليدو کرکه وکړي، روان ته يې زيان ورسيږي او حالت يې ور خراب کړي، د هغو خپرول جواز نه لري.

د هغه په وينا، د مړو ښکارول، د زخميانو د ټپونو له نږدې ښکارول، د جنسي تېريو ښکار شوي انسانان او بربنډ انځورونه په همدې کتګورۍ کې راځي او آن د هغو کسانو د انځورونو ښکارول، چې پر يوه جرم تورن وي، خو لا يې جرم نه وي ثابت، هم جواز نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((دا وضاحت د افغانستان د رسنيو په قانون کې هم شته، خو له بده مرغه يو شمېر افغاني رسنۍ او د ټولنيزو رسنيو کاروونکي دغو ټکو ته پام نه کوي، چې دا په ښکاره له نړيوالو منل شوو ژورناليستيکو اصولو نه سرغړونه ده.))

د هادي په خبره، له بلې خوا له اخلاقي پلوه هم د دا ډول انځورونو خپرول ښه کار نه دی، ځکه د نورو خلکو رواني حالت ته تاوان رسوي.

د فيسبوک بل کاروونکى او ليکوال ګل رحمان رحماني هم وايي، چې اکثره افغانان په رواني ناروغيو اخته دي، دوی هره ورځ د جګړو او نښتو تصويرونه ګوري، چې دا د دوی رواني ستونزې نورې هم زياتوي.

د هغه په وينا، په فيسبوک کې د چاودنو او نورو وژونکو پېښو تصويرونو خپرول، هغوی د بيارغونې، سولې او ارام ژوند فکر څخه لرې ساتي او له رواني اړخه خپلو موخو ته د هغوی په رسولو کې خنډ جوړوي.

نوموړي زياته کړه: ((د دغو انځورنو ډېر ليدونکي د ژوند په اړه هېڅ مثبت فکر نه شي کولای او فکر کوي، چې ژوند يواځې درد او غم دی، بله مهمه خبره دا ده، چې د هغوی په زړونو کې کرکه، وحشت او انتقام خپروي او دغه انتفام د يوه بل ناورين سبب ګرځي.))

خو د فيسبوک کاروونکى اسمعيل لاروى بيا وايي، چې د دغه ډول تصويرونو خپرول هغه وخت ښه وي، چې يو څوک له يوې موضوع نه خبر کړي او خلک په دې پوه شي، چې دا تصوير د دې پېښې ثبوت دی، خو د دا ډول تصويرونو ډېر خپرول هم زيانمن دي.

 

نوموړي هم زياته کړه، چې ځينې خلک داسې تصويرونه خپروي، چې هغه د سخت وحشت انځورونکي وي او هغه په ذهن او روان بده اغېزه کوي.

 

د ده په خبره، که په دې څوک پوهېږي، چې دا تصوير د چا په معلوماتو ډېرولو کې مرسته کولای شي او د يو څه په اړه يې واقعيت ته رسوي، ښه به وي چې خپاره شي، ګنې نه دې خپرېږي.

بلخوا يو شمېر نور فيسبوک کاروونکي بيا په خپلو تبصرو کې هم د دا ډول انځورونو په خپرولو نيوکې کړې دي.

 

رحيم ګل څاروان د فيسبوک پر دېوال د فلسطيني انځورونو د خپرولو په اړه ليکلي : ((د نورو مشکل او غم خپل بولو، خو زموږ غم نور خپل غم نه بولي .))

 

د  حشمت الله عمر خېل په نامه يوه بل تن په فيسبوک کې ليکلي: ((موږ په خپله دومره په جنجالونو کې اخته يو، چې لا تر اوسه موږ خپلې اوښکې نه دي وچې کړي، نو د بل مسلمان هېواد اوښکې به څنګه وچې کړو.))

 

خو د نويد احمد په نامه يوه بل تن بيا د دې انځورونو د خپرولو دفاع کړې او وايي، چې مسلمان بايد د مسلمان غم خپل غم وګڼي او د دې  انځورونو خپرېدل هغوى سره يو ډول غمشريکي ده.

 

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version