ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي : پاکستان په سيمه کې د خپل رول د اهميت له امله پر کونړ بريدونه کوي

author avatar
27 Jul 2012 - 10:11
author avatar
27 Jul 2012 - 10:11

کابل (پژواک، ٦ زمرى٩١): د يو شمېر کارپوهانو په اند، پر کونړ بريدونو سره پاکستان غواړي ځان د نړۍ او سيمې په مسايلو کې مهم او افغان حکومت کمزورى وښيي او نړيوال هم په دې موضع کې له پاکستان سره د اړيکو د نه خرابېدو له امله نه غواړي په دې موضوع کې مداخله وکړي.

د ځايي چارواکو په وينا، دپاکستان له لوري د توغنديو د توغولو د تازه پيل شوې لړۍ په ترڅ کې تر اوسه اته عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ زيات ټپيان دي.

دوى وايي، چې دغه راز خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي او لسګونه کورنۍ کډې کولو ته اړې شوې دي.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وياند حيات الله حيات، د مدني ټولنې فعاله ملالۍ شېنوارې او د سياسي او حقوقي چارو کارپوه محمد حسن حقيار په يوه ګردي مېز کې د دغو بريدونو په اړه بحث وکړ.

دغه آزاد راډيويي تلويزيوني بحث دهغو بحثونو لړۍ ده، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت لخوا د مدني ټولنې د ونډې د تبارز په موخه پر لاره اچول کېږي .

د افغانستان رسنيز مشارکت ، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، خلکو ته د راپور ورکولو په موخه تېرکال يې د کب په ٢٢مه رسماً د موجوديت اعلان وکړ.

ملالۍ شېنوارې د دغې اونۍ په بحث کې وويل، چې د افغانستان ستونزه اوس سيمه ييزه ستونزه ده او ډېره لويه شوې ده، چې په بر کې پاکستان هم راځي.

د هغې په وينا، پر کونړ ولايت د توغنديو بريدونو له امله پاکستان غواړي د امريکا متحده ايالات وګواښي، چې که دوى پر پاکستان فشار راوړي، نو دوى په ځواب کې کولى شي، په افغانستان کې بې ثباتي رامنځ ته کړي.

نوموړې زياته کړه، چې دغه راز پاکستان غواړي په دې بريدونو سره نړۍ ته وښيي، چې ترهګر يواځې په پاکستان کې نه ، بلکې په افغانستان کې هم شته، چې د دوى هېواد ګواښي.

شېنوارې وويل: ((له بلې خوا زموږ سياست يو لاس نه دى، والي يو څه وايي، د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه بل څه وايي او دغه راز د بهرنيو چارو وزارت بيا بل څه وايي، چې سړى په دغه موضوع پرېکنده قضاوت نه شي کولى او د يوې لوبې په څېر ښکاري.))

د دې په خبره، افغان حکومت په ډلو ټپلو وېشل شوى او هر څوک د خپلو شخصي ګټو لپاره خبره او کار کوي، چې په هېواد کې بهرنۍ لاسوهنې ډېره ښه زمينه مساعده کولى شي.

د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وياند حيات الله حيات وويل، چې پاکستان غواړي نړيوالو ته وښيي، چې د هغوى له ملاتړ سره سره افغان حکومت دومره کمزورى دى، چى دوى وغواړي هر څه ورسره کولى شي.

نوموړي زياته کړه، چې پاکستان غواړي، ځان په سيمه کې نړۍ ته مهم وښيي او په دې سره له نړيوالو غواړي، د افغانستان د سولې په پروسه کې دوى ته ډېره ونډه او کرېډېټ ورکړي.

د هغه په وينا، چې پاکستان بايد اوس په دې پوه شي، چې افغانستان اوس هغه پخوانى افغانستان نه دى، چې دوى په اسانۍ سره هره لوبه په کې وکړي.

د ده په خبره، له بلې خوا د افغان حکومت بهرنى کمزورى او ضد او نقيص سياست هم دې ته لاره هواره کړې، چې پاکستان زموږ په خاوره کې په ښکاره لاسوهنې وکړي.

حيات وويل: ((نړيوال ځکه په دې چپ پاتې دي، چې دوى خپل ځواکونه تر ٢٠١٤ کال څخه وروسته وباسي او نه غواړي، چې په وروستيو کې له پاکستان سره خپلې اړيکې خرابې کړي.))

د سياسي او حقوقي چارو کارپوه محمد حسن حقيار هم وايي، چې پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي، چې ترهګر يواځې په پاکستان کې نه دي، بلکې په افغانستان کې شته، چې د پاکستان خاوره ترې تر ګواښ لاندې ده.

د هغه په وينا، پاکستان غواړي نړۍ ته افغان حکومت ډېر کمزورى ور وپېژني او خپل نقش د افغانستان په مسله کې مهم معرفي کړي.

نوموړي دغه راز زياته کړه ، چې د پاکستان لپاره د ډېورنډ کرښه ډېره مهمه ده او غواړي اوس د بېلابېلو فشارونو له لارې دغه پر افغان حکومت په رسميت وپېژني.

نوموړي وويل:((امريکا او ناټو له افغانستان سره دوه مخى سياست کوي او هېڅکله د افغانستان د ګټو لپاره کوم ګام نه اخلي او په هر څه کې خپلې ګټې ګوري، خو په دې مسله کې د دوى ګټې نشته او له همدې امله تراوسه چپ پاتې دي.))

د حقيار په خبره،امريکا دغه راز نه غواړي، چې په افغانستان کې يو مرکزي او غښتلى حکومت موجود وي او نه غواړي چې په ځان متکي افغانستان رامنځ ته شي.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين په روانه اونۍ کې په کابل کې د پاکستان له سفير صادق سره د ليدنې پر مهال پر دغو بريدونو د افغانستان د حکومت اندېښنه څرګنده کړه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي هم په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړه، چې که د دغو بريدونو مخه ونه نيول شي، نو د دواړو هېوادونو اړيکې ورسره خرابېدلى شي.

دغه راز د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم پرون په دې اړه بحث وشو او ولسمشر اړوندو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.

د ايساف وياند که څه هم لومړى په دې بريدونو بې خبري وښوده، خو دغو نړيوالو ځواکونو پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا بريدونه وغندل ، خو دا يې ونه ويل چې ګوندې دپاکستان لخوا توغول کېږي .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.