ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ پر سرحدي ولسواليو بيا توغندي وتوغول شول

29 Jul 2012 - 18:46
29 Jul 2012 - 18:46

اسعد اباد (پژواک ٨ زمرى ٩١): سيمه ييز چارواکي وايي،چې يو ځل بيا له پاکستان څخه  ٢٥٥ توغندي د کونړ ولايت پر ناړۍ ،شيګل اودانګام ولسواليو توغول شوي، چې درې تنه يې ټپيان کړي اوخلکوته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

 دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي نن د زمرى په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توغندي پاکستاني ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې پر يادو ولسواليو توغولي دي .

 هغه وايي، چې ١٢٠ توغندي په ناړۍ ،همدومره په دانګام او ١٥ نور په شيګل ولسواليو ويشتل شوي، چې ددې بريدونو له امله په ناړۍ ولسوالۍ کې درې تنه ټپيان شوي، چې يوه يې ميرمن او دوه نور ماشومان دي.

 د والي په وينا، په دې سربېره دغو توغنديو په دانګام اوشيګل ولسواليو کې خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.

 ددانګام ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي وحيدالله ددغو بريدونو په غندنې سره وويل ،چې دوى خپل کورونه پرې ايښي او په دې مبارکه مياشت کې له ستونزو ډک ژوند تېروي.

 هغه زياته کړه: (( بېګاهم ترسلو زيات توغندي په سرحدي سيمو ويشتل شوي، چې زه له افغان دولت اونړيوالې ټولنې ددې بريدونو د ژرترژره مخنيوي غوښتنه کوم. ))

 په تېرو ٤٥ ورځو کې له پاکستان څخه د کونړ پر سرحدي ولسواليو په سلګونه توغندي توغول شوى، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ٣٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٨٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.

 دا په داسې حال کې ده ، چې نن د ملي امنيت شورا په ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ غونډه وکړه او ددفاع وزارت لوى درستيز سترجنرال شير محمد کریمي له پاکستان څخه افغانستان ته د راکټي بريدونو په اړه خپل رپوټ وړاندې کړ.

 نوموړي د هغو سيمو ، چې توغندي پرې لګيدلي په ډاګه کولو سره ويې ويل، چې له يوه کال راهيسې د ډيورنډ د کرښې له هغې خوا څخه د هيواد پر کورونو او کروندو د درنو وسلو ډزې کيږي، چې خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version