ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم ولسي پاڅون پيل شو

د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم ولسي پاڅون پيل شو

author avatar
31 Jul 2012 - 13:59
د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم ولسي پاڅون پيل شو
author avatar
31 Jul 2012 - 13:59

غزني ښار (پژواک ۱۰ زمری ۹۱): د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم له تېرو دوو ورځو راهيسې ولسي پاڅون پيل شوى او په ترڅ کې يې نهه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون يو برخه وال امان الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دوى او وسلوالو طالبانو په نښته کې نهه طالبان ووژل شول او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

د هغه په وينا، پر پاڅون يې هغه مهال لاس پورې کړ، چې وسلوالو طالبانو د دوى په سيمه کې ښوونځي وتړل او بې ګناه خلک يې ووژل.

نوموړي زياته کړه، چې دوه ورځې وړاندې يې ولسي پاڅون د دغې ولسوالۍ د کوه بند، شبنم ګل او سنګ ياسي په سيمه کې پيل کړى دى.

امان الله په دې اړه، چې اوس مهال په دغه ولسي پاڅون کې څومره خلک دي او څومره سيمې يې له وسلوالو طالبانو څخه تر اوسه نيولي دي، څه ونه ويل.

خو نوموړى وايي، چې ډېر ژر به له وسلوالو طالبانو د مقر ولسوالۍ ګڼې سيمې ونيسي او نور به هغوى پرې نه ږدي، چې د دوى په سيمو کې نا امني رامنځ ته کړي، ښوونځي وتړي او د بيارغونې د کارونو مخه ونيسي.

بلخوا د غزني چارواکي هم په مقر ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون رامنځته کېدل مني او وايي، چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د شبنم ګل، انک او تنګي په سيمو کې ولسي خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات کړي دي.

د غزني د والي وياند سباوون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې يې دوه وسلوال طالبان يې وژلي او دوه نور يې ژوندي نيولي، چې وروسته يې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو ته سپارلي دي.

د والي وياند په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم وايي، چې د غزني په نورو سيمو کې هم ولسي پاڅون پيل شوى او دغه پاڅون به ډېر ژر پراخ شي، خو نوموړي د سيمو نومونه ياد نه کړل.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ادعا کوي چې تېره ورځ يې د غزني په مقر ولسوالۍ کې شپږ اربکيان وژلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده ولسوالۍ کې يې شپږ اربکيان وژلي، چې يو يې قوماندان دى، خو د دوى دغه ادعا چارواکو رد کړه.

ولسي پاڅون په لومړي ځل د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پنځو تنو، چې د يوې کورنۍ غړي وو، له خوا پيل شو، چې اوس يې شمېر نږدې څلورسوو ته رسېږي او تر اوسه يې له ١٠٠ ډېر بهرني او افغان وسلوال طالبان وژلي دي.

د يادونې ده، چې وروسته دغه پاڅونونه د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو لکه نورستان، فارياب او پکتيا ولايتونو کې هم پيل شول.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.