پل علم (پژواک ١٤ زمرى ٩١): چارواکي وايي، چې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې د سيمې دوه ماشومان ووژل شول.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د زمري په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ١٠ بجې د څرخ ولسوالۍ د بازار په سيمه کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو د سرتېرو ګزمې ته کمين نيولى و، چې ترمنځ يې يو ساعته نښته رامنځته شوه.
د هغه په وينا، په پېښه کې د متقابلو ډزو پر مهال د راکټ يوه مرمۍ په سيمه کې پر يوه کور ولګېده، چې له امله يې خور او ورور (١٥ کلنه نجلۍ او ١٢ کلن هلک) ووژل شو.
نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د راکټ ياده مرمۍ له کوم لوري ويشتل شوې، خو دوى سيمې ته نور ځواکونه لېږلې او په اړه به يې پلټنې وکړي.
د دروېش په خبره، په ياده پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وسلوالو طالبانو په اړه يې معلومات نه درلودل.
د څرخ د بازار د سيمې يوه اوسېدونکي اغامير پژواک اژانس ته وويل، چې د راکټ مرمۍ د ملي اردو د سرتېرو له خوا وتوغول شوه او پر يو کور ولګېده، چې له امله ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه:((د څرخ د بازار په سيمه کې د ملي اردو سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې طالبانو پرې ناڅاپي بريد وکړ او جګړه شاوخوا يو ساعت اوږده شوه.))
د هغه په وينا، د ياد راکټ د لګېدو له امله ياد کور هم ډېر زيانمن شوى دى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن