ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ماشومان او اته وسلوال ووژل شول

10 Sep 2012 - 12:44
10 Sep 2012 - 12:44

ښرنه ،کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو او وسلوالو ترمنځ نښته کې اته وسلوال او د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال زمري د وږي په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د يادې لوا ځواکونه له ښرنې د برمل ولسوالۍ ته پر لاره وو.
د نوموړي په خبره، د يادې ولسوالۍ د مرغې په سيمه کې د ملي اردو دغه ځواکونه، چې توپچي ځواک يې هم ملتيا کوله، د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شول.
هغه زياته کړه، چې توپچي ځواک دغه وسلوال تر بريد لاندې راوستل او له امله يې درې تنه ووژل شول او پنځه نور ټپي شوي دي.
جنرال زمري وويل، چې په ياده نښته کې د ملي اردو سرتېرو او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د پکتيکا د يوسف خېلو- ښرنې پر لاره يې د شپنو کلا په سيمه کې پر ملي پوليسو بريد کړی او اته تنه يې وژلي.
خو د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ وياند شفق د طالبانو ادعا بې اساسه وبلله او رد يې کړه.
د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د اونخي درې اړوند د زانګور په کلي کې د ماين د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ياد ماشومان له کور څخه د ښوونځي پر لور روان وو او د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version