ښرنه (پژواک ٩ وږى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې شپږ وسلوال طالبان ووژل شول.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د وږي په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د خوشامند ولسوالۍ د ګل الرحمن په کلي کې وسلوالو طالبانو پوليسو ته کمين نيولى و.
د هغه په وينا، له پوليسو سره په نښته کې ياد وسلوال طالبان وژل شوي او دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د وژل شوو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې وو او له هغوى څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
امنيه قوماندان وايي، چې د ټپي پوليسو روغتيايي حالت دا مهال د ډاډ وړ دى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند ذبېح الله مجاهد د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د سپېدار نري په سيمه کې د ملې اردو پر سرتېرو د بريد په ترڅ کې ١٣ سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي.
په پکتيکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال زمرى بيا د بريد خبر مني، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې د همدې ولايت په سرروضه ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له لورې په ښخ شوي ماين د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن