ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د وزيرانو لرې کېدل ښه بولي خو پر ځاى يې وړ کسان غواړي

خلک د وزيرانو لرې کېدل ښه بولي خو پر ځاى يې وړ کسان غواړي

author avatar
5 Aug 2012 - 15:05
خلک د وزيرانو لرې کېدل ښه بولي خو پر ځاى يې وړ کسان غواړي
author avatar
5 Aug 2012 - 15:05

کابل ښار (پژواک، ١٥ زمرى ٩١): يو شمېر افغانان د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو په لرې کېدو خوښ دي او ځينې يې بېړنى عمل بولي، خو پر ځاى يې د صادقو او مسلکي کسانو د ګومارلو غوښتنه کوي.

د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيران، له پاکستان څخه پر افغانستان د راکټي بريدونو او په هېواد کې د نا امنيو له امله پرون د ولسي جرګې له خوا استيضاح شول.

د پاکستان د پوځ له خوا له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د افغانستان پر کونړ او نورو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کېږي، چې لسګونو تنو ته په کې تر اوسه مرګ ژوبله اوښتې ده.

يادو وزيرانو په دې اړه د ولسي جرګې د غړيو پوښتنې ځواب کړې، خو د دوى ځوابونه د وکيلانو د قناعت وړ نه و او هغوى ته  يې د رايو صندوقونه کېښودل.

د وکيلانو د رايو په پايله کې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د ١٤٦ مخالفو او ٧٢ موافقو رايو په لرلو سره ونه شواى کولى، چې د ملي دفاع د وزير په توګه پر خپله څوکۍ پاتې شي.

دغه راز په دې رايه اچونه کې د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د ١٢٦ مخالفو او ٩٠ موافقو رايو په لرلو سره ونه شواى کولى، چې پر څوکۍ د پاتې کېدو لپاره د جرګې د حاضرو غړيو ٥٠ سلنه جمع يو رايې خپلې کړي.

د کونړ ولايت د مرکز اسعداباد ښار يو اوسېدونکي اميد ديدار د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کورنيو او ملي دفاع وزيرانو استيضاح او بيا سلب صلاحيت کول پر ځاى او سم کار و، ځکه چې د افغانستان په ختيځو ولايتونو، په تېره په کونړ کې د پاکستان له خاورې نه د راکټي بريدونو نږدې يونيم کال تېر شو، خو دوى يې پر وړاندې هېڅ ونه کړل.

د هغه په وينا، دا د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو دنده ده، چې د خپلې خاورې او خلکو دفاع او ساتنه وکړي، نو کله چې دغه دواړه وزارتونه په خپل مسووليت کې پاتې راغلل، په کار ده، چې بديل يې ولټول شي.

نوموړي زياته کړه، چې که ولسي جرګه ورته کړنه له نورو هغو وزيرانو سره هم وکړي، چې کاري وړتيا نه لري، دا به د هېواد او هېوادوالو په ګټه وي او په دې سره به له هېواد څخه تر ډېره د بدبختۍ ټغر ټول شي .

د کونړ يو بل اوسېدونکي ضياءالرحمن سپين غر هم وويل، چې د يادو وزيرانو څخه د باور رايې اخېستل، د هېواد لپاره په اوس او راتلونکې کې ښه کار وشو.

د ده په خبره، دا چې له کال څخه زياته موده کېږي، چې د کونړ ولايت په سرحدي سيمو د پاکستان له لوري توغندي راځي او د دوى په دې عمل د هېڅ غوږ نه ګرول د دې لا مل شوه، چې  سلب اعتماد يې کړي .

د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقيوم ځلاند پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ولسي جرګې هغه کار وکړ، چې دوى يې پر بنسټ رايه ورکړې وه.

نوموړي زياته کړه: ((زه چې معلومات لرم او تل مې د رسنيو له لارې اورېدلې دي، دغو دوو وزيرانو پرته له ځان او خپلوانو څخه بل چاته کار نه دی کړی.))

د هغه په وينا، که په راتلونکي کې دغو وزارتونو ته کسان معرفي کيږي، بايد په کار پوه، مسلکي او يواځې د افغانستان تابعيت ولري.

عبدالصبور،چې د کابل ښار د تايمنيو اوسېدونکى دى او په کابل ښار کې ټکسي چلوي، وايي: ((ډېر ښه کار وشو ، چې دا وزيران يې لرې کړل ، ځکه چې امنيت ورځ تر بلې خراب شوى او د پاکستان ځواب يې هم ورنه کړ.))

دى وايي، چې ولسمشر هم بايد ملت ته ځواب ووايي، چې ولې د پاکستان د بريدونو په اړه بې پروايي کوي او په دې اړه جدي اقدام نه کوي.

په خوست کې د ميډيا سنټر مشر رسول عادل پژواک اژانس ته وويل، خوشحاله دی چې تېره ورځ ولسي جرګې له دوو مهمو وزيرانو څخه د باور رايه واخېسته او سلب اعتماد يې کړل.

د ده په خبره، يادو وزيرانو په تېرو څو کلونو کې هغه څه، چې د ملت او هېواد غوښتنه ده، نه دي پوره کړي.

دى وايي،اوسنيو حالاتو ته په کتو، چې له يوې خوا ناټو له افغانستان څخه وځي، له بلې خوا د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بريدونه روان دي او ايران د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې لاسوهنې کوي، بايد وړ کسان يادو وزارتونو ته ور معرفي شي.

د جلال اباد ښار يوتن اوسېدونکي محمداسماعيل پژواک اژانس ته وويل، چې د دواړو وزيرانو په لرې کولو خوښ دى.

د هغه په وينا، ولسمشر کرزى بايد توکمي او تنظيمي لوري په پام کې ونه نيسي او داسې اهل خلک دواړو وزارتونو ته ور وپيژني، چې د ګاونډيو هېوادونو د کړنو ځواب په سمه توګه ورکړي.

د غزني ښار اوسېدونکى عبيدالله هم وايي، چې ولسي جرګې په ځاى کار کړى او د يادو وزيرانو په لرې کېدو سره به د هېواد امنيتي حالت ډېر ښه شي.

نوموړي زياته کړه: ((که چېرته نور وزيران راشي، نو هغوى خامخا په هېواد کې امنيت راوستلی شي، خو که چېرته د کار او وړ کسان وي او ولسمشر يې بيا د مصلحتونو له مخې رانه ولي.))

د هغه په وينا، نوموړو وزيرانو په تېرو څو کلونو کې هېڅ ترسره نه کړل، يواځې ژمنې يې کړې دي، چې نور د هېواد خلک له ژمنو څخه ستړي شوي.

خو يو شمېر نور افغانان بيا په دې باور دي، چې ولسي جرګې بېړنى ګام پورته کړ او بايد هغوى ته يې د داسې عمل ګواښ کړى او وخت يې ورکړى واى.

د کندهار ښار د څلورمې ناحيې د خوجک بابا سيمې اوسېدونکى غلام سخي وايي، چې ولسي جرګې د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو څخه د باور رايې په بيرته اخيستو کې له بېړې کار واخيست، چې په اوسنيو شرايطو کې پر ځاى ګام نه و.

هغه زياته کړه، په خپله ولسي جرګه هم دا مني، چې پر کونړ د پاکستان له بريدونو سره د افغانستان حالت بحراني شوى او په کور دننه هم امنيتي پېښو زور اخيستى، نو په داسې حال کې به د دوو مهمو وزيرانو سلب اعتماد کول  څه معنا ولري؟

نوموړى د ولسي جرګې پرېکړه پر ځاى نه بولي او وايي، چې دواړو وزيرانو د اوږدې مودې تجربه لرله او اوس که دغو وزارتونو ته نوي کسان ټاکل کېږي، شايد هومره وړتيا و نه لري او په لنډ وخت کې و نه کړاى شي، چې په روانو شرايطو کې خپلې دندې سمې تر سره کړي.

هغه دا هم وويل، چې پر کونړ د پاکستان د بريدونو ځواب تر ډېره پر ناټو او امريکا پورې اړه لري، هغوى چې دلته دي، نو د هېواد د کورني او بهرني امنيت مسووليت لري او د ستراتيژيک تړون له مخې بايد عمل وکړي.

د کندهار د ښکار پور دروزاې اوسېدونکى عبدالواسع هم په دې خپه دى، چې ولسي جرګې دوه تجربه لرونکي وزيران سلب اعتماد کړل.

د نوموړي په وينا، که څه هم بسم الله محمدي پخوانى تجربه کار افسرنه دى، خو د دفاع وزير يو تجربه کار افسر او ارکان حرب و، د کورنيو او دفاع وزارتونو ته په اوسنيو شرايطو کې وړ کسان پيدا کول ستونزمن دي.

هغه زياته کړه، چې د دې کار پر ځاى په کار وه، ولسي جرګې له دغو وزيرانو سره په ګډه د پاکستان د بريدونو د مخنيوي لپاره يو ځاى فکر او کار کړى واى.

دى وايي: (( چې کله هم زموږ پر هېواد د بهرنيو هېوادونو له خوا بريد کېږي، د هغوى پر وړاندې د غبرګون ښودلو مسووليت او قومانده د پوځ د اعلى سرقوماندان وي، چې هغه په خپله ولسمشر کرزى دى، دا چې ولسمشر پوځ ته د ورته عمل اجازه نه ده ورکړې، نو د دفاع وزير خو په يواځې ځان هيڅ نه شي کولى.))

د غزني ښار يوه اوسېدونکي محمد انور پژواک اژانس ته وويل، چي اوس مهال د کورنيو او دفاع وزيرانو له دندو څخه لرې کول د هېواد په تاوان دي.

د ده په خبره، له يوې خوا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ دى او بل لوري ته امريکا د پاکستان په دوستۍ له افغانانو څخه ډېر باور لري.

نوموړي زياته کړه: ((زماپه نظر ولسي جرګې ښه کار ونه کړ، ځکه چې واک ټول د بهرنيانو په لاس کې دى او د دې وزيرانو لرې کول د دې پر ځاى چې په هېواد کې امنيتي حالات ښه کړي، نور به يې هم خراب کړي.))

د جلال اباد ښار يوه موټر چلوونکي پروېز جان هم پژواک اژانس ته وويل، چې د کورنيو چارو وزير په لرې کېدو ځکه نا خوښ دى، چې هغه يو شمېر اصلاحات منځ ته راوړي وو او اوس مهال يې کوم ښه بديل نه ويني.

د کابل ښار د دشت برچي د سيمې اوسېدونکې زهره د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د سلب صلاحيت په اړه وايي: ((دا يو سليقوي عمل و، اصلي واک خو له ولسمشر سره دى ، دوى د ولسمشر له امر پرته څه کولاى شول.))

د دې په اند، شرايطو ته پام سره که بل هر څوک د دفاع او کورنيو چارو وزيران شي، ستونزې به همداسې شته وي، ځکه چې د ستونزو په هواري کې شخص ډېر مطرح نه دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.