کابل (پژواک ١٧ زمرى ٩١): د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال عبدالرحيم وردګ له خپلې دندې استعفا وکړه.
نوموړي نن (د زمري ١٧مه) د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له دې امله، چې د ځان د سلب اعتماد په اړه د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوى وکړي، له دندې استعفا وکړه.
ولسي جرګې د زمري په ١٤مه نېټه د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو وزير لوى پاسوال بسم الله محمدي پر افغانستان د پاکستان د بريدونو او په هېواد کې د نا امنيو په تړاو استيضاح او سلب اعتماد کړل.
له دې سره سره، چې ولسي جرګې له ولسمشر کرزي نه غوښتي و، چې د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو لپاره ژر تر ژره وړ کسان د اعتماد رايې د اخيستو لپاره معرفي کړي، خو د ملي امنيت شورا دوه سلب اعتماد شوو وزيرانو ته امر وکړ، چې د نويو وزيرانو تر معرفي کېدو خپل کار ته دوام ورکړي.
ولسي جرګې تېره ورځ يو ځل بيا د دغو دوو وزيرانو د کار د دوام په اړه د ملي امنيت شورا د پرېکړې په اړه له ولسمشره وغوښتل، چې د دغو دوو وزيرانو د کار د دوام په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمى وويل، چې د ولسمشر دغه پرېکړه د سرپرستي د قانون له دويمې مادې سره په ټکر کې ده.
د سرپرستي قانون په دويمه ماده کې راغلي، د کابينې هر وزير، چې د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحيت شي او يا د دغه مجلس له خوا د اعتماد رايه ترلاسه نه کړي، نه شي کولى د سرپرست په توګه دنده ترسره کړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن