ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلانو له محمدي هم د وردګ په څېر داستعفا غوښتنه وکړه

8 Aug 2012 - 15:22
8 Aug 2012 - 15:22

کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړيو د ملي دفاع وزارت سرپرست عبدالرحيم وردګ استعفا وستايله او د کورنيو چارو وزارت له سرپرست بسم الله محمدي يې هم د ورته عمل غوښتنه وکړه.

ولسي جرګې د زمري په ١٤مه سترجنرال عبدالرحيم وردګ د ملي دفاع د وزير او ستر پاسوال بسم الله محمدي د کورنيو چارو د وزير په توګه، پر افغانستان د پاکستان د بريدونو او په هېواد کې د نا امنيو په تړاو استيضاح او سلب اعتماد کړل.

ولسي جرګې د يادو کسانو تر سلب اعتماد وروسته له ولسمشر وغوښتل، چې د يادو وزارتونو لپاره ذې ژر وړ کسان د باور رايې اخيستو په موخه جرګې ته ور وپېژني.

 خو د ملي امنيت شورا وردګ او محمدي ته امر وکړ، چې د نويو وزيرانو تر معرفي کېدو خپل کار ته دوام ورکړي.

خو عبدالرحيم وردګ تېره ورځ په يو خبري کنفرانس کې خپله استعفا اعلان او له دفاع وزارت سره يې مخه ښه وکړه.

په ولسي جرګه کې د کندهار استازي محمدنعيم لالي حميدزي وويل،ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د ولسي جرګې پرېکړې ته درناوى وکړ او په دغه کار سره د ستايلو وړ دى.

هغه وايي، چې ولسي جرګه بايد وردګ ته د هغه د دې اصولي کار په بدل کې ستاينليک ورکړي.

لالي د کورنيو چارو له سرپرست وزير بسم الله محمدي هم غوښتنه وکړه، چې د هېواد اساسي او نورو قوانينو ته د درناوي په خاطر له خپلې دندې لاس په سر شي.

په دې جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ هم له وردګ څخه مننه وکړه، چې د جرګې پرېکړې ته يې احترام کړى دى.

ساپۍ زياته کړه، چې وردګ په خپل دغه کار سره وښوده، چې د کونړ د خلکو په غم او ستونزو کې ځان شريک بولي.

د دې په وينا، د کورنيو چارو سرپرست وزير هم بايد له خپلې دندې استفعى ورکړي ترڅو د هېواد قوانينو او د ولسي جرګې پرېکړو ته د احترام په موخه د دا ډول استعفى ورکول په يوه فرهنګ بدل شي.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمې عزيز هم د وردګ استعفى وستايله او ويې ويل: ((وردګ په دغه کار سره وښوده، چې واقعاً د ډيموکراسۍ اصولو ته احترام لري.))

نن د ولسي جرګې د غونډې تر رسمي پيل مخکې يو شمېر نورو وکيلانو هم د استعفى په اړه د وردګ اقدام وستايه.

فاطمې عزيز دا هم وويل، چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، ماليې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزيران هم بايد جرګې ته وغوښتل شي او د کړنو په اړه يې ترې جدې پوښتنې وشي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version