ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: ولسمشر دې د رايې اخيستو لپاره ژر تر ژره نوي کسان را معرفي کړي

27 Aug 2012 - 16:54
27 Aug 2012 - 16:54

کابل (پژواک ٦ وږى ٩١): ولسي جرګې له ولسمشره غوښتنه وکړه، چې ډېر ژر د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، لويې څارنوالۍ او سرې مياشتې کانديدان د رايې اخيستنې په موخه دغې جرګې ته ور وپېژني.

ستر پاسوال بسم الله محمدي، چې د کورنيو چارو وزير او ستر جنرال عبدالرحيم وردګ چې د ملي دفاع وزير و، د تېرې مياشتې په ١٥مه ولسي جرګې سلب اعتماد کړل.

عبدالرحيم وردګ او محمدي د يادو وزارتونو لپاره سرپرست وټاکل شول، خو وردګ له دې دندې استعفا ورکړه او بسم الله محمدي دا مهال د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرستۍ قانون د لومړۍ مادې له مخې، هر هغه وزير چې د ولسي جرګې له لوري سلب اعتماد او يا هم رايه ترلاسه نه کړي، د سرپرست وزير په توګه نه شي معرفي کېداى.

د ولسمشر په توګه د حامد کرزي تر دويم ځل ټاکل کېدو وروسته د سرې مياشتې رييس او لوى څارنوال هم د ولسي جرګې د باور رايه نه ده ترلاسه کړې.

د اساسي قانون د ٦٤مې مادې له مخې، د ولسي جرګې په تاييد د وزيرانو، لوى څارنوال، د مرکزي بانک، د ملي امنيت او سرې مياشتې د رييسانو ټاکل او د هغوى عزلول او د استعفا منل د ولسمشر له واکونو څخه دي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال محمدظاهر قدير، چې د جرګې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه، هر څومره ژر چې کېږي د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو ترڅنګ د سرې مياشتې او لويې څارنوالۍ لپاره کانديدان د باور رايې د تر لاسه کولو په موخه جرګې ته معرفي کړي.

هغه زياته کړه: ((هر څه ژر بايد دغه کسان معرفي شي ترڅو د سرپرستۍ له ستونزې خلاص شو.))

د ولسي جرګې بل غړي شېرولي وردګ هم وويل، که ولسمشر غواړي چې په هېواد کې د سرپرستۍ نظام ته د پاى ټکې کېږدي، نو بايد د يادو وزارتونو او ادارو لپاره دې کانديدان جرګې ته ور وپېژني.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې جنرال نظيفې ذکي وويل، په هغو ادارو کې چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، اداري فساد تر نورو ادارو زيات دى.

دا وايي، چې له اداري فساد څخه د مخنيوي په موخه ولسمشر بايد د هغو ادارو لپاره کانديدان د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه جرګې ته معرفي کړي، چې دا مهال د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

په ولسي جرګه کې د کابل بلې استازې شکريې بارکزۍ هم ورته غوښتنه درلوده.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشر د وياند له دفتر سره خبرې وکړو، خو اړيکه مو ورسره ټينګه نه شوه.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version