ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه پوليس درې امريکايي سرتېري په ډزو ووژل

author avatar
10 Aug 2012 - 14:32
author avatar
10 Aug 2012 - 14:32

لښكرګاه ( پژواك ،۲۰ زمرى ۹۱ ) : په هلمند کې يوتن پوليس لږ تر لږه درې  امريکايي سرتېري په ډزو وژلي او په سوېل کې يو بل بهرنى سرتېرى په وسلواله نښته کې وژل شوى دى .

ددې ولايت دسنګين ولسوال محمد شريف خان پژواك خبري اژانس ته وويل ،چې تېره شپه د پوليسو يوه قوماندان د ځانګړو امريکايي ځواكونو څلور سرتېري د بوستان زو په سيمه کې په خپله پوسته کې مېلمانه كړي وو او وروسته  يې څلور واړه په ډزو وژلي دي.

نوموړى وايې چې يادشوى پوليس په تيښته بريالى شوى دى.

دى وايي، چې پوليسو په دې اړه پلټني پيل كړي، خو تر دې دمه دپېښي لامل نه دى څرګند شوى.

ځيني امنيتي سرچيني، چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې د پوليسو ياد شوى قوماندان اسدالله نوميږي او د سيمې د يوه  قومي مشر شمس الله صحرايي زوى دى .

شمس الله صحرايي هم وايي،چې داسې اوازې يې اورېدلي ، خو باور نه کوي، چې زوى به يې داسې کار کړى وي ، ځکه چې  له شاوخوا  ٧ کلونو راهيسې د پوليسو په ليكو کې دنده تر سره کوي .

خو په کابل کې د ايساف ځواکونه مطبوعاتي دفتر ويلي ،چې د هېواد په جنوب کې يو تن، چې د افغان امنيتي ځواکونو جامې يې پر تن وې، د دوى درې  سرتېري په ډزو وژلي دي .

وسله والو طالبانو ويلي چې دغه بريد اسدالله نومي کړى او په بريد کې يې څلور امريکايي سرتيري او دري يې ټپيان کړى دى

د روانې مياشتې په ١٧مه ،د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې يوتن، چې له بهرنيو ځواکونو سره يې د ساتونکي په توګه کار کاوه ، خپل درې ملګري او يو عام وګړى په ډزو وژلي وو.

د يو بل خبر له مخې، د ايساف ځواکونو ويلي ،چې نن ( د زمري ٢٠مه ) يې يو سرتېرى د هېواد په سوېل کې له وسلوالو مخالفينو سره په نښته کې وژل شوى دى .

ايساف ، د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.