کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩١): امنيتي چاراکي وايي،چې نن غرمه مهال په خوست ښار کې د ترافيک پوليسو پر رېنجر موټر په چاودنه کې درې پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان شول.
په سوېل ختيځ كې د پوليسو د ٥٠٥ سپين غر زون وياند حميدالله وايي ،چې دغه چاودنه د ” بلند منزلو ” په نوم سیمه کې پر ياد شوي رېنجر موټر کې د مقناطسي ماين له امله رامنځته شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د يوه ساتنمن په ګډون درې د ترافيکو پوليس او پنځه ملګي وګړي ټپيان شوي دي.
حمیدالله وايي ،چې ټپيان د پوليسو روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د بلند منزلو په ساحه کې يوتن دوکاندار سلیم پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دوکان مخی ته يې د ترافيکو د موټر په درېدو سره چاودنه رامنځته شوه.
دى وايي، چې د چاودنې له امله د رامنځته شوي ځاني زيان په اړه کره معلومات نه لري.
تراوسه ددې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې ملګرو يې نن غرمه مهال د خوست د دوو مندو ولسوالۍ په بورګۍ سيمه کې د ملي اردو رېنجر موټر په ماين الوځولى، چې له امله يې د اردو دوه سرتيري وژل شوي او درې ټپيان دي .
له روژې وړاندې په خوست ښار کې سپين جومات ته څېرمه په يوه ځانمرګي بريد كې د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړيو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن