ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني علماء: په کابل کې سږ کال صدقه فطر ٣٥ افغانۍ ده

14 Aug 2012 - 14:06
14 Aug 2012 - 14:06

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩١): که څه هم د افغانستان دولت د صدقه فطر (سرسايې) په اړه رسمي اعلان نه دى کړى، خو ديني علماء وايي، چې په بازار کې د خورد کم يو چارک د غنمو د بيې په حساب دې صدقه فطر يا سرسايه ورکړل شي.

د کابل ښار په منډويي کې يوه سوداګر حاجي سلطان محمد د زمري په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن په بازار کې د يو من (اوه کيلوګرام يا څلور چارکه)) سپينو غنمو بيه ١٥٠ افغانۍ ده.

د غنمو د دې بيې له مخې، د خورد کم يو چارک غنمو بيه څه باندې ٣٥ افغانۍ کېږي، خو علماء وايي، چې د احتياط له مخې که ٤٠ افغانۍ ورکړل شي، نو مناسبه به وي.

د سترې محکمې د دارلافتاء رييس مولوي صديق الله مسلم د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شريعت له مخې مميز، خرما، غنم او اوربشې بايد د صدقه فطر په توګه ورکړل شي.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې غنم ډېر مروج دي، نو بايد خوردکم يو چارک (يو کيلو او اته سوه ګرامه) غنم د نفر پر سر ورکړل شي.

مولوي مسلم پر دې ټينګار کاوه، چې له فقيرانو او بېوزلو سره د ښې مرستې په توګه بايد شتمن خلک مميز او يا هم خرُما (نيم من يا څه کم څلور کيلوګرامه) ورکړي.

نوموړي وويل، چې پر هغو کسانو صدقه فطر واجبيږي، چې د زکات نصاب ولري، د زکات نصاب د ٨٥ ګرامو سرو زرو په بيه پيسې درلودل، چې يو کال پرې اوښتى وي.

د سترې محکمې د دارلافتاء رييس وويل، چې صدقه فطر د فقيرانو او بېوزلو حق دى، خو که چېرې په خپلوانو کې يې دغه خلک وي، نو بيا د لومړيتوب دغه حق د اقرباوو دى.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ځيني خلک د جومات ملا امامانو ته صدقه فطر ورکوي، مولوي مسلم وويل، چې که هغه فقير وي او د حق الزحمې په توګه يې نه اخلي، نو بيا ورکول يې ښه کار دى.

خو مولوي مسلم زياته کړه، چې که ملا امام فقير نه وي او د صدقه فطر پيسې ورته د حق الزحمې په توګه ورکول کېږي، نو بيا په هېڅ ډول جايز نه دي.

ديني عالم قاضي محمدحسن حقيار وايي، بهتره دا ده، چې صدقه فطر بايد د کوچني اختر له لمانځه مخکې ورکړل شي، خو زياتوي چې له لمانځه وروسته د هماغې ورځې تر زواله پورې ورکول کېداى شي.

هغه پژواک ته وويل، چې تر زوال وروسته که چا صدقه فطر ورکړه، نو بيا دغه واجب نه ادا کېږي.

حقيار وايي، چې که چا له اختره څو ورځې مخکې فقيرانو ته دغه پيسې ورکړې، نو ثواب يې ځکه ډېر دى، چې فقيران ترې ښه ګټه پورته کولى شي.

نوموړي وويل، چې د هېواد د هرې سيمې خلک دې د خورد کم يو چارک غنمو په بيه د يو نفر پر سر سرسايه يا صدقه فطر ورکړي.

د جلال اباد ښار په منډيي کې نن (د زمري په ٢٤مه) د يوه من (اوه کيلوګرامه يا څلور چارکه) غنمو بيه ١٠٠ افغانۍ ده، چې د خوردکم يو چارک په حساب ٢٦ افغانۍ کېږي.

خو د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه وايي، چې خلک دې له دې، ٢٦ افغانيو زياتې، شاوخوا ٣٠ افغانۍ د احتياط په توګه ورکړي.

د اهل تشيع د فقهې جعفريه علماوو سږ کال د يو کس پر سر صدقه فطر ٧٠ افغانۍ اعلان کړې ده.

د کابل ښار د ١٣مې ناحيې د دشت برچې په سيمه کې د پل خشک د ابا صالح مهدي د جامع جومات خطيب حاجي عبدالقدير عالمي پژواک اژانس ته وويل، چې د فقه جعفريه له مخې د نفر پر سر ٣ کيلوګرامه اوړه ټاکل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په بازار کې يې د اوړو د ورځې بيې له مخې د نفر پر سر ٧٠ افغانۍ صدقه فطر ټاکلې ده.

هغه زياته کړه، چې د فطر صدقه پر هغه چا واجبيږي، چې فقير نه وي او د يوه کال لګښتونه ولري او يا هم بالقوه کارګر وي، چې د هرې ورځې لګښت پيدا کولى شي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version