ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د ځانمرګو بريدونو له امله ٨٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

14 Aug 2012 - 17:07
14 Aug 2012 - 17:07

زرنج (پژواک ٢٤ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د نيمروز په مرکز زرنج کې د ډله ييزو ځانمرګو بريدونو له امله ٢٨ تنه وژل شوي او ٥٥ نور ټپيان دي.

د نيمروز ولايت امنيه قوماند سمونوال محمد موسى رسولي د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر شاوخوا څلور بجې د يادو بريدونو له امله ٢١ ملکي وګړي او يو پوليس وژل شوي او ٤٨ ملکيان او ٧ پوليس ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، دغه پېښه د درېيو ځانمرګو بريدګرو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې، چې درې نور ځانمرګي د پوليسو لخوا ژوندي نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې يو ځانمرګى بريد د نيمروز د ښاري محکمې مخې ته، دويم د ملکي روغتون ترڅنګ او درېيم ځانمرګى په ښار کې د تېلو د يو ټانک مخې ته وچاودېدل.

د نيمروز د ملکي روغتون يو ډاکټر سيف الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له دغو بريدونو څخه تراوسه ګڼ شمېر مړي او ټپيان ور وړل شوي، چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وښود او په روغتون کې يې د د درملو له نشتوالي څخه هم يادونه وکړه.

د زرنج ښار يو اوسيدونکى ګل محمد، چې ورور يې په دغه بريدونو کې وژل شوى، پژواک اژانس ته وويل، چې ورور يې د لاس مزدوري کوله.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول مزدور کار خلک وو.

د هغه په وينا: ((دغه کار په يو دين کې هم روا نه دى، له يوې خوا د روژې مبارکه مياشت ده او له بلې خوا د اختر ورځې رانږدې دي، نه پوهېږم دا خلک په کومه عقيده داسې ناوړه کارونه کوي.))

وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې له ډېرې مودې وروسته دا لومړى ځل دى، چې په يو ولايت کې دغه ډول ډله ييز ځانمرګي بريدونه ترسره کېږي او په دومره کچه مرګ ژوبله رامنځ ته کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version