ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : د نيمروز ځانمرګي بريد کوونکي د خداى او د هغه د مخلوق دښمنان دي

21 Aug 2012 - 19:17
21 Aug 2012 - 19:17

زرنج ( پژواک ۳۱ زمری ۹۱ ) : ولسمشر حامد کرزي چې د نیمروز ولایت د وروستیو ډله ییزو  ځانمرګیو بریدونودقربانیانو کورنیو سره د غمرازۍ په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و، یاد برید کوونکي یې دافغانستان دخلکو دښمنان وبلل.

ولسمشر نن دزمري په ۳۱مه، د غرمې په شاوخوا ۱۲ بجو زرنج ښار ته ورسید، وروسته نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د روژې دمبارکې میاشتې ډډله ییزو ځانمرګیو بریدونو دقربانیانو د کورنیو غړیو، علماوو، روحانیونو ، قومي مشرانو او ددې ولایت چارواکیو پکې ګډون درلود.

په پیل کې د نیمروز والي عبدالکریم براهوي ولسمشر او دهغه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د یادو بریدونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه چې برید کوونکي ۱۲ کسان وو، چې غوښتل یې د نیمروز ولایت پربیلا بیلو دولتي ودانیو ډله ییز بریدونه ترسره کړي.

د نوموړي په وینا، د برید کوونکو لومړۍ ډله د امنیتي ځواکونو لخوا تر پیژندل کیدو وروسته ووژل شول، دویمه ډله یې ونیول شول او نور یې د بریدونو په ترسره کولو بریالي شول.

د والي د معلوماتو له مخې په دې ډله ییزو بریدونو کې ۳۵ تنه ووژل شول، او ۱۲۰ نور ټپي شوي وو، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

ولسمشر حامد کرزي یادې غونډې ته پخپله وینا کې وویل چې نه غواړي نن ددې ولایت د بیارغونې او یا هم نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه : (( زه نن د زرنج پيښې د قربانیانو کورنیو سره غمرازۍ لپاره راغلی یم.))

ولسمشر یاد بریدونه ټکان ورکوونکي وباله او زیاته یې کړه چې دا یو غیر انساني او اسلامي عمل و.

د هغه په وينا، د نيمروز ځانمرګي بريد کوونکي د خداى او د هغه د مخلوق دښمنان دي

حامد کرزي زیاته کړه : (( دا یواځې د نیمروز غم نه و، دا ډول ستونزې په کندهار، خوست  او نورو ولایتونو کې هم رامنځته شوي دي. ))

هغه د نیمروز خلک سوله غوښتونکي وباله ددې ولایت چارواکیو ته یې سپارښتنه وکړه، چې دیادې پيښې ټپیانو درملنې لپاره لازم اقدامات وکړي او که په دې ولایت کې یې درملنه ممکنه نه وي، نو نورو ولایتونو او کابل ته ولیږدوي.

د ولسمشر لخوا ددې پيښې هر وژل شوي تن سره د سل زرو افغانیو او ټپي سره د پنځوسو افغانيو مرسته وشوه.

د قدیر په نامه یوه تن چې په یاده پيښه کې یې خپل پنځه کلن ورور له لاسه ورکړی و، ولسمشر کرزي ته وویل : (( زه د خپل ورور په شهادت خپه نه یم، خو ددې ولایت څارنوال چې په اداري فساد کې ککړ دی، خلک یې سخت خپه کړي دي.))

ولسمشر د غونډې پر برخوالو ددې خبرې دتایید غږ وکړ، چې دهغوی له تایید وروسته ولسمشر د نیمروز د څارنوال عبدالصمد صدیقي له دندې ګوښه کړ.

   د پژواک خبري اژانس خبريال، چې دى هم په دغه سفر کې دى، وايي، چې له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر د کابينې يو شمېر غړي، د ملي شورا ځيني استازي، علما او روحانيون ملګري دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version