ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت : د نيمروز ځانمرګي بريدکوونکي له ايران څخه راغلي وو

17 Aug 2012 - 12:21
17 Aug 2012 - 12:21

کابل ( پژواک، ٢٧ زمرى ٩١ ) : د ملي امنيت لوى رياست وايي ، هغه کسان چې په نيمروز ولايت کې يې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي، له ايران څخه راغلي وو.

دغه ډله ييز ځانمرګي بريدونه څلور ورځې مخکې د زمري په ٢٧مه، د زرنج ښار په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي و، چې له امله يې شاوخوا ٤٠ تنه ووژل شول او تر ٨٠ نور ټپيان شوي وو، ددې پېښې ډېرى قربانيان هغه عام وګړي وو، چې د اختر سودا يې کوله.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې موظفينو يې د ترلاسه شويو معلوماتو او راپورونو په اساس د زمري په ٢٤مه، د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې د يوې ډلې ځانمرګيو بريد کوونکيو پر ضد عمليات پيل کړل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې ډلې غوښتل ، چې د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې ډله ييز ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

ملي امنيت وايي ،چې ددې عملياتو په ترڅ کې ددې ډلې د مشر ملا ستار په ګډون دوه  ځانمرګي بريد کوونکي ، چې ايراني اتباع وو، ووژل شول او درې نور ملګري يې ونيول شول.

سرچينه زياتوي ، چې نيول شوي کسان احمد وديني د عبدالصمد زوى، دايران د مشهد ښار ، عبدالغفور براهوي د ( ( عزت الله)) په مستعار نوم د محمد حسين زوى د ايران دزابل ولايت د سوردغال سيمې اوسېدونکى او عابد جهان ديده د ((محمد)) په مستعار نوم د عبدالله زوى د ايران دبلوچستان د سيستان سيمې د شهرستان اوسېدنکى  دى.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي، چې موظفينو يې له دغو کسانو څخه ريموټ کنټرول او د چاودېدونکيو توکيو وسايل هم ترلاسه کړي دي.

سرچينه کاږي، چې په همدې ورځ د ځانمرګيو بريد کوونکيو د يادې ډلې پنځه نور غړي، چې په واسکټونو، وسلو او مهماتو سمبال وو، د زرنج ښار په يوه کور کې پټ شوي وو، کله چې د خپلې ډلې د نورو کسانو له نيول کېدو او وژل کېدو خبر شول ، نو د امنيتي ځواکونو له وېرې په ډېرې وارخطايۍ سره يې د زرنج ښار په بېلابېلو سيمو کې پر ځانمرګيو بريدونو لاس پورې کړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،د دوى په دې بريدونو کې د زرنج ښار لسګونه بې ګناه اوسېدونکي مړه او ټپيان شول.

د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې درې نيول شويو ايرانيانو په لومړيو پلټنو کې پخپلو جرمونو اعتراف کړى او ويلي يې دي ،چې دوى شپږ مياشتې مخکې د ملا ستار په مرسته، چې د ايران د زاهدان ښار اوسېدونکى و، د ايران له ترهګريزو ډلو سره يو ځاى شو .

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، نيول شويو کسانو ويلي ، چې لومړى ورته په ايران کې نظامي زده کړې ورکړل شوې او وروسته د ملا ستار په سپارښتنه د نورو ترهګريزو زده کړو لپاره پاکستان ته ولېږل شول.

د ملي امنيت په خبرپاڼه کې راغلي،چې په پاکستان کې له ترهګريزو،ځانمرګيو  او د واسکټونو د جوړونې تر روزنې وروسته له ملاستار سره يو ځاى د ځانمرګيو بريدونو ترسره کولو په موخه نيمروز ته راغلل او د زرنج ښار د خواجه کريم سيمې په يوه کرايي کور کې  اوسېدل، خو له بريدونو مخکې د ملي امنيت د ځواکونو لخوا ونيول شول.

د ملي امنيت عمومي رياست وايي ،چې دا پېښه تر نورې څېړنې لاندې ده.

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version