ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز خلک : نيول شوي ايراني ځانمرګي بريدکوونکي دې اعدام شي

22 Aug 2012 - 15:08
22 Aug 2012 - 15:08

 زرنج (پژواک د وږي لومړۍ نېټه  ٩١ ) : د نيمروز ولايت د زمري د ٢٧مې ځانمرګيو بريدونو د قربانيانو کورنۍ وايي ، چې ددې بريدونو ترشا ايران  لاس لري  او په زرنج ښار کې يې د نيول شويو ايراني ځانمرګيو بريد کوونکيو د اعدام غوښتنه وکړه .

دغه څرګندونې د يادې پېښې دقربانيانو د کورنيو غړيو د زمري ٣١مه نيمروز ته د ولسمشر حامدکرزي د سفر پرمهال له پژواک خبري اژانس سره وکړې .

ولسمشر حامد کرزي د کوچيني اختر درېيمه ورځ (د زمري په ٣١مه ) د نيمروز ولايت د وروستيو ډله ييزو  ځانمرګيو بريدونودقربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ په موخه دغه ولايت ته سفر  وکړ .

نوموړي  په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې پکې د روژې دمبارکې مياشتې د ډله ييزو ځانمرګيو بريدونو دقربانيانو دکورنيو غړيو، علماوو، روحانيونو ، قومي مشرانو او ددې ولايت چارواکيو پکې برخه درلوده .

د نيمروز ولايت مسوولين په دغو ځانمرګيو بريدونو کې د لږ تر لږه  ۳۵ تنو وژل کيدل  او ۱۲۰ نورو د ټپي کيدو پخلى کوي ، خو عام وګړي د وژل شويو کسان شمير تر ٥٠ زيات او د ټپيان ١٣٠تنه ښيي ، چې ټول هغه عام وګړي و ، چې د زرنج په ښار کې د مبايل کارتونه او نور لاسي د اړتيا وړ شيان يې پلورل .  

د قدير په نامه يوتن ٢١ کلن ځوان ، چې په دغو بريدونو کې يې پنځه کلن ورور له لاسه ورکړى و او له ډيرې ژړا څخه يې سترګې سرې اوښتې وې ، پژواک اژانس ته وويل : (( ته په خپله قضاوت وکړه ، چې زما پنځه کلن ورور ، پوليس و ، ملي اردو  و، په ايتلاف پورې اړوند و او که بل کوم امنيتي ارګان سره يې اړه درلود ، خو ښکاره خبره ده ، چې معصوم و او ماشوم .))

هغه زياته کړه دا خو ښکار ده ، چې دغه ځانمرګي ايرانيان وو ، له ايران څخه راغلي وو ، په وسلو او واسکټونو سمبال وو او په ايران کې دغه کار ته جذب او اماده شوي وو.

ده وويل، چې مخکې د ايران دولت د افغان حکومت وسلوا ل مخالفين وسلوال کول او مهمات يې ورکول، خو  اوس يې د هغو کارونو ترڅنګ روزي او عملا يې بريدونو ته راليږي .

قدير له مرکزي حکومت څخه وغوښتل ، چې نيول شوي ايراني ځانمرګيان دې د نيمروز د خلکو په مخکې اعدام کړي.

د فريد الله په نامه يوه ١٨کلن ځوان ، چې پر سر درې ځايه ټپي و او د سر زياته برخه يې پانسمان کړې وه، پژواک اژانس ته وويل ، دغه ځانمرګيان، چې له کوم ځايه  راغلي هغه هېواد هم معلوم دى ، چې ايران دى ، نيول شوي ځانمرګيان هم معلوم دي ، چې ايرانيان دي ، اوس بايد حکومت له ايران څخه په دې اړه وضاحت وغواړي  او نيول شوي کسان اشد مجازات شي .

فريد چې که څه هم د ټپونوله امله يې د ډيرو خبرو توان نه درلود ، زياته کړه ، چې زرنج ته د ولسمشر په راتګ سره يې يوڅه د زړه درد کم شو ، خو حکومت بايد د ايران پروړاندې جدي ګام پورته کړي .

١٦کلن اجمل ، چې پر چپې پېښې دوه ځايه په دې پېښه کې ټپي او په دوه ټککونو د ولسمشر خبرو ته په ځېر غوږ و، له يوڅه ځنډ وروسته يې پژواک ته وويل ، چې د پاکستان تر څنګ ايران اوس د افغانستان دويم هغه ښکاره دښمن دى ، چې وسلوال او ځانمرګي بريدکونکي راليږي او د افغانستان مظلوم خلک وژني  او تاسيسات يې ورانوي .

هغه زياته کړه  : (( نور موږ بايد په ايران د ښه ګاونډي باور ونکړو ، بلکې د يوه ډير خطرناک او مغرض هېواد په سترګه ورته وګورو.))

اجميل وويل، چې که څه هم امنيتي ځواکونو يو شمېر ځانمرګيان ووژل او ونيول ، خو نيول شوي ايراني ځانمرګيان بايد په نيمروز کې اعدام شي .))

د نوموړي په وينا، زرنج ته د ولسمشر په راتګ سره يې د پېښې درد هېر شو او ډير د خوشحالۍ احساس کوي ، چې د اختر په دې مبارکه ورځ ولسمشر دلته راغى او له دوى سره يې وليدل .

د حاجي وکيل په نامه يوه ٧٠ کلن سپين ږيري ، چې د خپل ټپي زوى د لاس عکسونه يې ورسره و، پژواک ته وويل ، چې ايران او پاکستان هېڅکله نه غواړي ، چې افغانستان دې مخور ، مشران ،  ولسمشر، امنيتي ځواکونه ، پاخه سړکونه ، برېښنا او نورې اسانتياوې ولري ، نو په همدې خاطر دلته هر څه له تباهۍ سره مخ کوي .

ده زياته کړه (( ايران او پاکستان هېڅ وخت نه غواړي ، چې موږ دې داسې ولسمشر ولرو ، چې هغه دې د اختر په ورځ زموږ په غم کې ځان شريک کړي .))

هغه له ولسمشر کرزي څخه وغوښتنل ، چې افغان حکومت دې هم  په ايران او پاکستان نور باور نه کوي ، هغوى ( ايران او پاکستان ) د ژبې ، ګډ فرهنګ ، عقيدې ، اوګاونډي په جامه کې افغانستان او خلک يې له بر بادۍ سره مخ کړي او کوي يې .

د نوموړي په خبره ، چې ايران خو مخکې د نيمروز خاوره لاندې کوله ، د څښاک پاکې اوبه يې نه راپرېښودې، بيا وسلوالو ته يې وسله او مهمات ورکول ، خو اوس يې ډير جرئت پيدا کړى ، ډلې ډلې ځانمرګي راليږي او په عام بازار کې د مظلومو خلکو وينې تويوي.

  د ستاره په نامه يوې ١٩کلنې پيغلې ، چې ځان يې په تور ټکري کې پيچلى و ، يواځې د مخ نيمه برخه يې ښکارېده او د ولسمشر وينا ته يې ژر ژر باڼه رپول د ولسمشر د خبرو په پاى ته رسيدو سره ، پژواک اژانس ته وويل ، چې د روژې په ٢٧مه په زرنج ښکار کې ځانمرګي بريدونه له انسانيت څخه لرې کار و، هغه ورځ بازار مړو او ټپيانو نيولى و .

هغې زياته کړه ، چې ايران له دې بريدونو سره خپله انسان ضد، فرهنګ، ژبه ضد، دين ضد او ګاونډي ضد څير د لمر په څير وښوده ، خو اوس بايد افغان حکومت پر ايران هيڅ باور ونکړي او د پاکستان په څير د يوه مغرض هيواد په توګه يې وپيژني .

ستارې چې يوه کوچنۍ خور يې په دې پيښه کې  د ټپونو له امله ساه ورکړې وه ، د خبرو پرمهال يې بڼورې سترګې د غم په اوښکو لمدې او بيا يې د بښنې په غوښتو سره د تور ټکري په پيڅکه پاکې کړې او تر يوه اسويلي وېستو وروسته يې وويل ، وروره ! ډير غم مو وليد، بيان يې ډير سخت دى ، خو حکومت دې له ايران څخه د مسووليت په توګه پوښتنه وکړي او نيول شوي ځانمرګي دې ژره په نيمروز کې اعدام شي .

دغه پېغله ،چې بيا د پټې خولې سلګيو او ژړا واخيسته ، په لنډو ټکو کې وويل : (( د شهيدې  خور د اختر کالي مې هماغسې په بوخڅه کې غوټه ايښي ، اوس يې چا ته ور واغوندو؟))

نوموړې په پاى کې د ولسمشر د راتګ په اړه وويل ، چې په دې ډيره خوښه او غم يې کم شو ، چې ښه ده دا هيواد خو د پوښتنې څوک لري.

په ولسي جرګه کې د نيمروز د خلکو استازې فريده حميدي هم له ولسمشر کرزي څخه په نيمروز کې د نيول شويو ځانمرګيو بريد کوونکيو ايرانيانو د اشد مجازارت  غوښتنه وکړه.

 ولسمشر حامدکرزي پرون ديادې پېښې د قربانيانوکورنيو سره دغمرازۍ په موخه زرنج ښار ته تللى وو او په يوه لويه غونډه کې يې ګډون وکړ.

ولسمشر حامدکرزى ، چې د خبرو پرمهال يې سترګې له اوښکو ډکې شوې ، ناستو کسانو ته وويل (( نن داختر په درېيمه کې زه نيمروز ته راغلى يم ، نه په بازسازۍ خبرې کوم ،نه  په پروژو او نه په نورو موضوعاتو يواځې او يواځې له تاسو سره په غم کې د شريک کېدو او خواخوږۍ په موخه راغلى يم .))

هغه ددې پېښې عاملين د خداى او د هغه د مخلوق دښمنان او دا يې داسلاميت او انسانيت خلاف کار وباله. کرزي وويل چې ددغې پيښې له عاملينو به يو  ورځ خامخا پوښتنه کيږي .

 ولسمشر د نيمروز چارواکيو ته لارښوونه وکړه ، چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره مالي مرسته وکړي او هغه ټپيان چې روغتيايي حالت يې ښه نه دى ، ژر دې پلازمينې کابل ، د بهرنيو ځواکونو روغتيايي مرکزونو او ان له هيواد څخه بهر ورته ددرملنې چانس برابر کړي .

تر خبرو وروسته ولسمشر په تالار کې هغه ماشومان ، ځوانان او لويان له نږدې يو يو وکوت ، چې په ياده پيښه کې ټپيان شوي او خبرې يې ورسره وکړې .

ولسمشر پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ، چې که دا پېښه يې نه وي کړى، په څرګنده دې اعلان وکړي.

 تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست وويل  ، چې د نيمروز ځانمرګي بريد کوونکي له ايران څخه راغلي وو ، چې لومړى په ايران او بيا په پاکستان روزل شوي وو.

د ياد رياست لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې امنيتي ځواکونو دځانمرګيو بريد کوونکيو دلس کسيزې ډلې په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.

سرچينې زياته کړې وه، چې دوه ځانمرګي بريد کوونکي د عملياتو پر مهال ووژل شول، درې يې ژوندي نيول شوي او نورو يې په هماغه ورځ ځانونه په ښار کې والوځول.

خو په کابل کې د ايران د سفارت د مطبوعاتي دفتر يوه کاررکوونکي عباس تېره اونۍ پژواک اژانس ته ويلي وو، چې دوى دا ډول څرګندونې په کلکه ردوي.

هغه زياته کړه، چې ددوى حکومت هم دا ډول بريدونه غندي او د اسلاميت او  افغانيت  خلاف کار يې بولي.

د يادونې ده ، چې نيمروز له ايران سره ٢٣٠ کيلومتره سرحد او له پاکستان سره ١٨٥ کيلومتره سرحد لري .

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version