اسعد اباد ( پژواک ٢ وږى ٩١ ) : د کونړ ولايت چاروکي وايي ،چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د پاکستانيو ځواکونو لخوا پر دانګام ولسوالۍ ١٣٦ توغندي توغول شوي دي.
ددې ولايت د والي وياند واصف الله واصفي د وږي په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ ١٠٠ او نن سهار ٣٦ توغندي پر دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي.
هغه زياته کړې ،چې دې بريدونو ځاني زيان نه درلود، خو خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي، څاروي يې وژلي او د خلکو کروندې يې ويجاړې کړې دي.
واصفي وايي ، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې پر دانګام او ځينو نورو سرحدي ولسواليو شاوخوا ٤٠٠٠ توغندي توغول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې بريدونو کې تر اوسه لس عام وګړي وژل شوي او ٢٩ نور ټپيان دي.
د والي وياند دغه راز وويل، چې په دانګام او ناړۍ ولسواليو کې شاوخوا ١٤٠٠ کورنۍ کډه شوي، چې د ولايت په مرکز اسعد اباد او اسمار ولسواليو کې مېشت شوې دي.
د دانګام ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي سيد محمد وايي ،چې دوى اوس له دې بريدونو سره عادت شوي دي.
هغه زياته کړه : (( هره شېبه موږ ددې توغنديو شاهد يو، هر وخت راسره وېره وي، چې توغندى به مو پر کور ولګېږي.))
نوموړي پر دولت نيوکه وکړه، چې ددې بريدونو په بندولو کې پاتې راغلى دى.
دافغانستان دولت او وکيلانو په دې اړه کلک غبرګونونه ښودلي، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده ورکړې، ولسي جرګې د کونړ د بريدونو په غبرګون د کورنيو چارو او دفاع وزيران هم سلب صلاحيت کړل.
پرون د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې د سلګونو خلکو په ګډون ددې بريدونو په غبرګون غونډه جوړه شوه او ددې بريدونو پر ضد د ځوانانو دنوم ليکنې لپاره يو کمېسيون جوړ شو.
ددې غونډې ګډونوالو پر امريکا او ناټو ځواکونو نيوکه وکړه، چې له ژمنو سره سره تر اوسه يې په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن