اسعد اباد ښار (پژواک، ١١ ورى ۹۲): د کونړ د والي وياند وايي، چې له ډيورنډ کرښې اخوا د پاکستاني پوځ له لوري د دې ولايت پر دانګام ولسوالۍ ١٣ توغندي را توغول شوي دي.
د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا توغندي نن(د وري ١١مه) د دانګام ولسوالۍ پر سره کمر ،زوړ برول اوکچلې سيمو لګېدلي دي.
واصفي وايي، چې ددغو توغنديو د لګېدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ځينو کرنيزو ځمکو ته يې زيان اړولى دى.
هغه زياته کړه: (( که د پاکستاني پوځ له خوا د توغنديو د وېشتولو لړۍ دوام وکړي، د تېر کال په څېر به خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.))
د کونړ د چارواکو په وينا، د تېر کال له پيله تر نيمايي پورې د کونړ په سرحدي ولسواليو کې په زرګونو توغندي توغول شوى وو، چې له امله يې شاوخوا اتيا تنوته مرګ ژوبله اوښتې وه او سلګونه کورنۍ، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې.
دا په روان کال کې څلورم ځل توغندويي بريد دى، چې د ډيورنډ کرښې له هغې خوا د پاکستاني پوځ له لوري پر افغانستان تر سره کيږي.
په درېيو نورو ورته بريدونو کې، چې پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو ترسره شوي په ټوليزه توګه ٤٤ توغندي را توغول شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن