ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر وکيلان د پاڅونونو په اړه د څېړنو غوښتونکي شول

27 Aug 2012 - 15:54
27 Aug 2012 - 15:54

کابل (پژواک ٦ وږى ٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، د وسلوالو طالبانو پر ضد له پيل شوو پاڅونونو څخه اندېښنه لري او وايي، چې په اړه يې بايد جدي څېړنې وشي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د لومړي ځل لپاره د روان کال د چنګاښ په مياشت کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر وړاندې پاڅون پيل شو. وروسته دې ته ورته حرکتونه په فارياب، پکتيا، لغمان او په دې وروستيو کې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې هم پيل شول.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې فوزيې کوفي نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، هغه پاڅونونه، چې وسلې له ځانه سره ولري، مثبته پايله نه شي لرلى.

 هغې زياته کړه: ((پخوا به چې زموږ خلکو پاڅونونه کول تبر، بېل او يا کولنګ به يې درلود او دغه اوسني پاڅونونه خو په پرمختللو وسلو سمبال دي.))

کوفي وايي، چې حکومت بايد د دغو پاڅونونو په اړه جدي پلټنې وکړي او وڅېړي، چې پاڅون کوونکي وسلې له کومه ځايه ترلاسه کوي.

هغه وايي، له پاڅون کوونکو سره ډېرې وسلې دي، چې کېداى شي په افغانستان کې د نورو نا امنيو لامل شي.

د دې د څرګندونو له مخې، په دې اړه هم بايد فکر وشي، چې که چېرې دغه پاڅونونه وسلوالو طالبانو ته ماتې ورنه کړي، نو بيا حکومت د دې وړتيا لري، چې له پاڅون کوونکو وسلې ټولې کړي.

هغه وايي: ((که سبا خارجيان نه وي او د خلکو کورونه له وسلو ډک وي، بيا به کور په کور په افغانستان کې جګړه پيليږي.))

کوفي وايي، د دغو پاڅونونو په اړه بايد څېړنې وشي؛ ځکه د دې امکان هم شته چې د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي شبکو د لاس اله شي.

په ولسي جرګه کې د باميانو استازي محمداکبري هم په دې اړه څېړنې اړينې بولي او وايي، تر څېړنو مخکې نه شي ويلاى چې دغه پاڅونونه په رښتيا د خلکو له خوا دي او که څنګه.

د ده په وينا، له دغو پاڅونونو سره بايد په ډېر احتياط چلند وشي او په اړه يې پرېکړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته وشي.

د اکبري په اند، امکان لري ځيني هغه ګوندونه چې د دولت تر چتر لاندې نه دي، د واک د ترلاسه کولو په موخه له دغو پاڅونونو ملاتړ وکړي.

اکبري وايي: ((موږ جدي اندېښنه لرو، که دغه پاڅون کوونکي طالبانو ته ماتې ورکړي، نو بيا څه معلومه ده، چې دوى خپله د دولت په مخالف لوري کې نه درېږي.))

د ده په وينا، ياد پاڅونونه د قانون تابع هم نه دي او په راتلونکي کې به پر حکومت فشار راوړي چې باج ورکړي.

د اکبري په خبره، دا هم له امکانه لرى نه ده، چې د دغو پاڅونونو تر شا د ګاونډيو هېوادنو د استخباراتي شبکو لاس وي.

د هغه په وينا، امنيتي ارګانونه بايد پل په پل دغه پاڅونونه تعقيب کړي، ترڅو په راتلونکي کې په هېواد کې د ستونزو او نا امنيو لامل نه شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي شېرولي وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پاڅونونه ځکه را پيدا شول؛ چې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې نړيوالې ټولنې ونه شو کړاى، چې په افغانستان کې د “ترهګرو جرړې” ختمې او يو ښه حکومت رامنځته کړي.

د وردګ په وينا، که دغه پاڅونونه په رښتيا د خلکو له خوا وي نو په هېواد کې له شته ستونزو د خلاصون يواځېنۍ لاره ده، خو که د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي شبکو لاس يې تر شا وي نو بيا د حکومت ملامتي ده چې مخه يې نه ده نيولې.

هغه زياته کړه: ((ډېره زياته اندېښنه موجوده ده، چې د دغو پاڅونونو تر شا دې د استخباراتي کړيو لاس وي؛ ځکه په تېرو دېرشو کلونو کې ايران او پاکستان د افغانستان په چارو کې ډېره زياته مداخله کړې ده.))

دى هم وايي، چې حکومت بايد د دې پاڅونونو په اړه جدي څېړنې وکړي او رهبري يې په خپل لاس کې واخلي.

د ولسي جرګې نننۍ غونډه د دې جرګې د لومړي نايب محمدظاهر قدير تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.

ظاهر قدير د ولسي جرګې د کورني امنيت او دفاعي چارو کمېسيونونو ته دنده ورکړه، چې د دغو پاڅونونو په اړه د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو له چارواکو سره خبرې وکړي.

قدير وايي، چې د دغو کمېسيونونو غړي به د پاڅونونو سيمې ته ورشي او په اړه به يې بشپړ راپور چمتو او د جرګې عمومي غونډې ته به يې وړاندې کړي.

تېره ورځ د مشرانو جرګې يو شمېر غړو هم ويلي وو، چې دغه پاڅونونه د هېواد په خير نه دي او حکومت ته امنيتي ستونزې جوړولاى شي.

افغان ولسمشر څه موده مخکې په يوه خبري ناسته کې د طالبانو پر ضد د يادو پاڅونونو په اړه وويل، چې دغه پاڅونونه د خلکو د ځورونې، د ښوونځيو د سوځولو او د ځوانانو د وژلو په غبرګون کې شوي دي.

ده ويلي وو، چې حکومت له دغو پاڅونونو داسې ملاتړ کوي، چې د ولس په خير وي.

د ايساف وياند بريد جنرال کونترکتس نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ياد پاڅونونه ولسي دي او دوى يې د ځان او د افغانستان د دولت لپاره ګواښ نه بولي.

 وسلوال طالبان وايي، چې پاڅون کوونکي ولسي خلک نه بلکې د دولت کسان “اربکيان” دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version