ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انسان تښتوونکو په ګډون ١٣ ورانکاري نيول شوي

1 Sep 2012 - 12:15
1 Sep 2012 - 12:15

جلال اباد ( پژواک، ١١ وږى ٩١) : د ننګرهار مسوولين وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې ديارلس  انسان تښتوونکي، وژونکي او لارې شکوونکي نيولي دي.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقوال د وږي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد کسان په کامې او خوګياڼو ولسواليو کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې امنيتي ارګانونو په ګډه د خوګياڼو په ولسوالۍ کې د وسلوالو يوه مشکوکه ډله تر څارنې لاندې نيولې وه، چې ددغې ولسوالۍ په مرکز کږه کې يې ترې يوولس تنه نيولي دي.

مشريقوال وويل، چې په نيول شويو کسانو کې دوه تنه د قومي مشر ملک عمر زامن هم شامل دي، چې دوه مياشتې مخکې يې ددغې ولسوالۍ په روغتون کې يو بستر شوى ټپي په ډزو وژلى و.

نوموړي زياته کړه، چې دغه نيول شوې  ډله  يې عدلي ارګانونو ته سپارلې ده.

بل پلو د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې افغان او ايساف ځواکونو په خوګياڼو ولسوالۍ کې اووه تنه په داسې مهال نيولي، چې لويې لارې  ته راوتلي و ، موټر يې تالاشي کول او خلک يې ترې کوزول.

د هغه په وينا، نيول شوي خلک له ايتلافي ځواکونو سره دي او لا تر دې دمه معلومات نه لري، چې افغان امنيتي ارګانونو ته يې سپارلي او که نه.

د والي وياند وويل، چې تېره ورځ درې تنو له جلال اباد ښاره د تراکتورونو د يوه بارګين لرونکي محمد مير ١٧کلن زوى کامې ولسوالۍ ته تښتولى و.

نوموړي زياته کړه،چې ددغې ولسوالۍ په صفدري سيمه کې ولسي وګړيو او د ولسوالۍ پوليسو تښتوونکى له تښتول شوي تن سره يوځاى نيولى دى.

عبدالزي وويل، په سړي تښتوونکو کې د نظم عامې د پوليسو د پنځم کنډک يو افسر هم ګډون لري او پاتې نور دوه تنه يې د بهسودو ولسوالۍ  عام  اوسېدونکي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې په تړاو له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې پيل شوې دي.

د يادونې  ده ، چې په دې وروستيو کې له جلال اباد ښاره د سکتوري رييس احمد شاه سادات د تښتولو، ښارکې هوايي ډزو او يو لړ نورو امنيتي اندېښنو ددغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version