ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو طالب قوماندان ووژل شو

11 Sep 2012 - 11:28
11 Sep 2012 - 11:28

جلال اباد (پژواک ٢١ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو طالب قوماندان وژل شوى او څلور وسلوال ونيول شول.
د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن د وږي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ د پيره خېلو په سپين راغه سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ياد طالب قوماندان شېرزاخان وژل شوى او څلور ملګري يې نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د دوى سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته ومنله، چې په سيمه کې عمليات شوي او افغان ځواکونو يو تن وژلى او څلور يې نيولي دي.
خو سرچينې وويل، چې په دغو عملياتو کې ايساف ځواکونو ګډون نه و کړى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک اژانس وويل، چې قوماندان شېرزا خان په خوګياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي قوماندان و.
خوګياڼي د ننګرهار هغه نا ارامه ولسوالۍ ده، چې په دې وروستيو کې دولتي ځواکونو ترې د انسان تښتوونکو او وسلوالو يو شمېر ډلې هم نيولې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version