ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوګياڼو اوسيدونکي په دغه ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وژونکو د محاکمې غوښتنه وکړه

author avatar
5 Feb 2013 - 16:17
author avatar
5 Feb 2013 - 16:17

جلال اباد (پژواک ١٧سلواغه ٩١): د ننګرهار د خوګياڼو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې ايساف ځواکونو تېره اونۍ په قيلغو سيمه کې دوه عام وګړي چې هېڅ يې له وسلوالو سره اړيکې نه لرلې، وژلي او شپږ نور يې له ځان سره وړي، خو ايساف د خلکو ادعاوې ردوي.

دوى له دولت څخه غواړي، چې ياده قضيه دې وڅېړي او عاملين دې د قانون منګلو ته وسپاري.

د خوګياڼو د سراسري شورا مطبوعاتي مسوول ډاکټر سيدحبيب اروال د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې چهار شنبې په شپه ايساف د خوګياڼو د قيلغو د زړو مياګانو په سيمه کې عمليات کړي، دوه عام وګړي، چې د خپلو پټيو په اوبه کولو بوخت وو، وژلي او شپږ نور يې له ځان سره وړي دي.

هغه زياته کړه: ((يو تن خليل نومېږي، چې خپل پټي يې اوبه کول او له ډېرې ويرې ونې ته ختلى و، ايساف وژلى دى.))

نوموړى زياتوي، چې دولت بايد د يادې قضيې په اړه چوپ پاتې نه شي او جدي اقدام دې وکړي، د ده په خبره، چې ياده موضوع يې له ولسوالۍ سره هم شريکه کړې ده.

دى وايي: ((کله چې سبا د کلي مشران ولسوالۍ ته تللي هغوی ورته ويلي، چې موږ هم خفه يو، تېروتنه راڅخه شوې.))

د قيلغو يو بل اوسېدونکى ارماني هم وايي، چې ياد کسان ټول عام خلک وو او له وسلوالو سره يې هېڅ کوم تړاو نه درلود.

ده زياته کړه: ((غريب بزګر خلک وو، نه يې له طالب سره کار و او نه له دولت سره، خپله غريبي يې کوله.))
نوموړى وايي، چې ايساف ځواکونو د نړيوالو قوانينو او همدارنګه د افغانستان د ملي قوانينو او هوکړه ليکونو خلاف کار کړى او بايد خپله جزا وويني.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چې ياد کسان ټول عام وګړي دي او له دوى سره هېڅ کوم تړاو نه لري.

 د ده په وينا، چې په عملياتو کې ټول بزګر او عام وګړي وژل شوي او نيول شوي دي.

 خو د خوګياڼو ولسوال سيدالرحمن مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ده هېڅکله هم له مشرانو بښنه نه ده غوښتې؛ ځکه عمليات دوى نه دي کړي.

 هغه زياته کړه: ((ما له بهرنيانو سره اړيکه نيولې، هغوى ويلي چې د کره اسنادو په اساس يې عمليات ترسره کړي دي.))

 نوموړى زياتوي، بهرنيو ځواکونو ورته ويلي، چې دوى له ځان سره ثبوت لري او د ګوډ شمس الرحمن په نوم په ياده سيمه کې يو طالب قوماندان و، د هغه د نيولو په موخه يې عمليات کړي او زياتوي چې وژل شوي او نيول شوي د ياد طالب قوماندان ملګري دي.

 دغه راز په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د خلکو ادعاوې ردوي او وايي، چې د دوى دغه عمليات دقيق و او د وسلوالو پرضد يې ترسره کړي دي.

 ياد مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرې اونۍ په عملياتو کې يې دوه وسلوال وژلي او يو شمېر نور يې ژوندي نيولي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى هېڅ ډول راپور نه لري، چې ګواکې په دغو عملياتو کې عام وګړي زيانمن شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.