ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې دوه طالب قوماندانان ووژل شول

8 Jan 2013 - 15:05
8 Jan 2013 - 15:05

جلال اباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩١): افغان او ايساف ځواکونو په  ننګرهار ولايت کې د دوو طالب قوماندانانو د وژلو او دوو  نورو د نيولو خبر ورکړ.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ د پيره خېلو په سيمه کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د افغان او ايساف په ګډو ځانګړو عملياتو کې د عزت الله خنجر او بسم الله په نومونو دوه طالب قوماندانان وژل شوي او د اخترګل او ملا صفت الله شاهين په نومونو دوه نور يې په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوې، چې څلور ساعته يې دوام درلود، خو ګډو ځواکونو ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خنجر په نوم يو قوماندان يې په خوګياڼو کې له يوه بل طالب سره وژلى دى.

سرچينې زياته کړې، چې يو طالب قوماندان يې ژوندى هم نيولى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په ځينو سوېلي او ختيځو ولسواليو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوې دي.

وسلوالو طالبانو نن سهار په خوګياڼو  ولسوالۍ کې د يوه افسر په ګډون دوه پوليس وژلي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version