غزني ښار(پژواک ۱۷ وږی ۹۱) د کابل- کندهارپر لویه لاره دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ دلیونیوپه سیمه کې د یو ۳۰۳ ډوله موټرد چپه کیدوله امله دښځواوماشومانوپه ګډون پنځه تنه مړه او۱۳ تنه نورټپیان شول.
دغزني د ترافیکو مدیرمحمدالله د وږي په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چي دا پيښه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دسپرلیو ۳۰۳ ډوله موټردتیز تګ له امله له سړکه اوښتی او چپه شوی چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وژل شوی او۱۳ تنه چي ښځي اوماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شویدي.
دده په خبره ټپیان يې دغزني ښارملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
نوموړي د موټردچپه کیدولامل دموټرچلوونکي بې احتیاطي وباله او زیاته یې کړه چې یو شمیر موټرچلوونکي نشه يې توکي کاروي چې دغه کار ددي لامل کیږي چي ترافیکي پیښي رامنځته شي.
دغزني دولایتي روغتون مشرډاکتربازمحمد پژواک ته وویل چي دوی ته څلورمړي او۹ ټپیان وروړل شوي وو.
نوموړي د ټپیانو روغتیایی حالت د ډاډ وړ وباله.
دیادونې وړ ده چې له دې مخکې پر یاده لویه لاره خونړۍ ترافیکي پيښې رامنځته شوي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن