اسلام اباد (پژواک ٢٠ وږى ٩١): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د افغان کډوالو په يوه پنډغالي کې د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.
دا پېښه تېره شپه د خيبر پښتونخوا ايالت د صوابۍ په ولسوالۍ (ضلع) کې رامنځته شوې ده.
د صوابۍ د پوليسو مشر عبدالرشيد د وږي په ٢٠مه خبريالانو ته وويل، چې دا پېښه د ګندف په سيمه کې د افغان کډوالو په يوه پنډغالي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياد پنډغالي کې تېره اونۍ له سختو اورښتونو وروسته د محمداکبر په نوم د يوه افغان کډوال د کور د يوې خونې چت رالوېدلى، چې له امله يې نهه تنه مړه شوي دي.
د پوليسو دغه چارواکي وويل، چې په مړو شوو کې په خپله محمداکبر، د هغه مېرمن، څلور اولادونه او د درې لمسيان شامل دي او درې تنه نور ټپي شوي دي.
عبدالرشيد وايي، چې ټپيان د سيمې د نورو اوسېدونکو له خوا د صوابۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د اخترمحمد په نوم د ياد پنډغالي يوه اوسېدونکي افغان پژواک اژانس ته وويل، چې ياد کور دوه خونې درلودلې، چې يوه يې نړېدلې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پنډغالي کې شپږ زره افغانان اوسېږي او د تېرې اونۍ اورښتونو ډېرى کورونه زيانمن کړي دي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان حکومت د دغه پنډغالي اوسېدونکو ته امر کړى، چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې ووځي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن