جلال اباد (پژواک ٢٤ وږى ٩١): چارواکي وايي، چې د لغمان پوهنتون د دوو ودانيو د بنسټ ډبره د لوړو زده کړو وزارت د پراختيايي بودېجې په لګښت کېښودل شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن د لوړو زده کړو وزارت د تدريسي مرستيال ګل حسن وليزي او د لغمان د والي اقبال عزيزي له خوا د لغمان پوهنتون د تدريسي او ليليې ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د هغه په وينا، دغه ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بودېجې څخه د يو ميليون ډالرو په لګښت د يوه کال په موده کې جوړيږي.
نوموړي زياته کړه، چې يادې ودانۍ درې پوړيزه دي او دواړه ودانۍ ٥٥ خونې او دوه د کنفرانسونو تالارونه لري.
ځواک وويل، چې له تېرو اووه مياشتو راهيسې د جرمني هېواد په يو ميليون ډالرو مرسته د دغه پوهنتون د يوې بلې ودانۍ چارې هم روانې دي.
د يادونې ده، چې د لغمان پوهنتون يو کال مخکې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د کرنې او ادبياتو په پوهنځيو کې ٥٠٠ محصلين لري او تراوسه د لغمان د عالي دارلعلوم د ليليې په ودانۍ کې فعاليت کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن