ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې درې وسلوال طالبان ووژل شول

17 Sep 2012 - 12:23
17 Sep 2012 - 12:23

فراه (پژواک ٢٧ وږى ٩١): سيمه ييز چارواکي وايي، چې په فراه ولايت کې له طالبانو سره نښته کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هغوى په وينا، دغه نښته تېره ورځ له غرمې وروسته د خاک سفېد ولسوالۍ په ننګ آباد کلي کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې يوه ډله طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
د خاک سفېد ولسوال عبدالخالق نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نښته د شپې تر ٩ بجو روانه وه، چې په پايله کې يې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې پاتې نور طالبان له بکواه ولسوالۍ راغلي وو او بېرته هماغې ولسوالۍ ته وتښتېدل.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې پوليس په ننګ آباد کلي کې پر طالبانو بريد کړى، چې بريد يې په شاه تمبول شوى او په نښته کې زيات شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه دغه شمېره په ډاګه نه کړه او تاييدوي، چې په نښته کې يو طالب هم وژل شوى او يو بل ټپي دى.
له بلې خوا د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي وويل، چې يو وسلوال طالب په بالابلوک ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې د بريد په ترڅ کې وژل شوى او وسله يې د پوليسو منګولو ته لوېدلې ده.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې يو پوليس هم وژل شوى دى.

طالب وياند ادعا کوي، چې په بالابلوک ولسوالۍ کې يې د بهرنيو ځواکونو يو ټانک په ماين الوځولى او په کې ناستو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو د فراه امنيتي چارواکي دغه ادعا ردوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version