ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه وسلوال طالبان او دوه ملکي وګړي ووژل شول

author avatar
22 Nov 2011 - 18:35
author avatar
22 Nov 2011 - 18:35

پل علم، زرنج (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): په لوګر او فراه ولايتونو کې په دوه جلا پېښو کې دوه ملکي وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول او دوه طالبان ټپيان شول.

 که څه هم عيني شاهدان وايي، چې د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي د ايساف ځواکونو له خوا وژل شوي دي؛ خو چارواکي وايي چې دوه تنه د طالبانو او ايساف ځواکونو ترمنځ نښته کې وژل شوي دي.

 د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين نن (د ليندۍ لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه د دې ولسوالۍ په تګاب کلي کې د وسله والو طالبانو او ايساف ځواکونو ترمنځ نښته کې وژل شوي دي.

 د هغه په وينا، تراوسه معلومه نه ده، چې دغه کسان د کوم لوري په ډزو کې وژل شوي دي.

 همدارنګه نوموړي د دې ولسوالۍ په بره کي راجان سيمه کې د اووه ماينونو د کشف او شنډولو خبر ورکړ.

 د هغه په وينا، دغه ماينونه تازه د مخالفينو له خوا د امنيتي ځواکونو د په نښه کولو په موخه په سيمه کې ځاى پر ځاى شوي وو.

 امين په ډاګه کړه، چې د دې پېښې په تړاو تراوسه څوک نيول شوي نه دي.

 خو د سيمې خلک وايي، چې دغه دوه کسان د ايساف ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

 د تګاب د کلي يوه اوسېدونکي زبير پژواک ته وويل: “دغه دوه کسان د لرګيو د راټولولو لپاره تپې ته تللي وو؛ خو ايساف ځواکونو پرې ډزې وکړې.”

د هغه په وينا، دغه دوه کسان ملکي وګړي وو او د دولت له مخالفينو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

 په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې هغوى د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د عملياتو او يا د ملکي کسانو د وژل کېدو په اړه هېڅ راپور نه لري.

 د يوه بل خبر له مخې، د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او ملي پوليسو ترمنځ نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد غوث مليار پژواک اژانس ته وويل، چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال پيل شوه، چې وسلوالو طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په مرکز کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

 د هغه په وينا، په دې يو ساعته نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

 مليار وويل، چې پوليسو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم، د فراه ولايت په خاک سفېد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې يو وسله وال طالب وژل شوى او يو بل نيول شوى و.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.