غزنيښار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د غزني ولایت د تخنیکي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو جیولوژي، کانونو او الکټرومیخانیک څخه شاوخوا ۱۵۰ کسان فارغ شول.

په دې فراغتغونډه کې د غزني تخنیکي پوهنتون رییس پوهنمل فدامحمد محمدي وویل، نن د دغه پوهنتون له اوو ډیپارټمنټونو څخه شاوخوا ۱۵۰ کسان فارغ شول.

نوموړي وویل، یاد پوهنتون د افغانستان په کچه دویم تخنیکي پوهنتون دی چې په وینا یې، لوړو زدهکړو وزارت غواړي دغه پوهنتون ته نور هم پراختیا ورکړي.

هغه د بېلګې په توګه وویل، د دغه پوهنتون لابراتوارونو ته نوي وسایل ورکړل شوي او په راتلونکي کال کې په یو نوی پوهنځی هم فعال شي.

هغه وویل: «دغه نوي فارغان کېدای شي د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د افغانستان په سطحه هغو ارګانونو سره د همکارانو په توګه معرفي شي چې د تخنیک برخه کې کارمندانو ته اړتیا لري.»

ورته وخت کې نوي فارغ شوي کسان د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي.

د فارغ شوو کسانو له ډلې د پروان ولایت اوسېدونکي حزبالله پژواک ته وویل: «په خپله څانګه کې به خپل هېواد او خلکو ته کار کوم، خو له چارواکو غوښتنه کوم چې محصلینو او هغه کسانو ته چې له پوهنتونو فارغېږي د کار زمینه برابره کړي، څو دغه کادري محصلین بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ نه شي.»

دغه راز، یوه بل نوي فارغ شوي کس احمد ویس پژواک ته وویل: «که څه هم خوښ یم چې فارغ شوم خو خپلې راتلونکې ته اندېښمن یم؛ ځکه ښايي ژوند مې دغسې بېبرخلیکه او بېدندې په کور کې تېر شي.»

هغه ټینګار وکړ چې په حکومتي ادارو کې دې کارونه لوستو ځوانانو ته ورکړل شي څو چارې په سمه توګه پر مخ ولاړې شي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د غزني له دغه تخنیکي پوهنتونه شپږ دورې کسان فارغ شوي دي.