ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: له کلسیم، ویټامین ‌ډي او پروټین ‌لرونکو خوړو څخه استفاده د هډوکو له ورستېدو مخنیوی کوي

ډاکټران: له کلسیم، ویټامین ‌ډي او پروټین ‌لرونکو خوړو څخه استفاده د هډوکو له ورستېدو مخنیوی کوي

author avatar
18 Sep 2024 - 15:56
ډاکټران: له کلسیم، ویټامین ‌ډي او پروټین ‌لرونکو خوړو څخه استفاده د هډوکو له ورستېدو مخنیوی کوي
author avatar
18 Sep 2024 - 15:56

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د ارتوپیدي او تروماتوولوژي یو متخصص ډاکټر د هډوکو ورستېدل یوه خاموشه ناروغي بولي او وايي چې د کلسیم، ویټامین ‌ډي او پروټین ‌لرونکو خوړو کارول پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی کوي.

په کابل ښار کې په «باسط تخصصي روغتون» کې مؤظف د ارتوپیدي او تروماتولوژي متخصص ډاکټر سلطان خدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د هډوکو ورستېدل ‎یوه خاموشه ناروغي ده، لکه نورې مزمنې ناروغۍ چې خپلې ‎نښې نښانې لري، په لومړیو ‎د هډوکو ورستېدل خپلې نښې نه ښيي... کله چې شخص د هډوکو له ماتېدو سره مخ شي بیا ډاکتر ته ځي، هلته له معایناتو وروسته ناروغ او ډاکټر ته جوته کېږي چې دغه چاره د هډوکو ورستېدو له امله رامنځته شوې ده.»

هغه وویل چې د دې ناروغۍ له امله ډېری مهال د ناروغ لګن، مړوندونو او ‎ملا کې په هډوکو کې کسر رامنځته کېږي یا هډوکي ماتېږي.‎

سرچینه وايي، د هډوکو ورستېدل ډېری مهال په لوړ عمر کې رامنځته کېږي او پر دې ناروغۍ ډېری اخته کسان ښځې دي؛ ځکه چې کله د ښځې میاشتنۍ مریضي دریږي، ‎په بدن کې یې د استروجن هورمون کمېږي او په پایله کې پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

دغه‌راز هغه وايي چې د په خپل سر او دوامداره توګه د ځینو درملو کارول ‎هم پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل کېدای شي؛ نو له ډاکټر سره له مشورې پرته او په دوامداره توګه له خپل‌سرو درملو باید ډډه وشي.

هغه وویل چې د سګرټو او الکولو کارول، لږ خوراک کول او د کلسیم او ویټامینونو درلودونکو خوړو څخه نه استفاده د هډوکو د ورستېدو لاملونه دي.‎

ډاکټر خدري زیاته کړه چې د وزن کمښت، ‎په بدن کې د معدني موادو په ځانکړې توګه د کلسیم، ویتامین ‌ډي او پروټینونو کمښت هم پر دې ناروغۍ د اخته کېدو ‎له لاملونو شمېرل کېږي.‎

نوموړي د منظم غذايي رژیم پر درلودو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د ژوند په اوږدو کې هغه کسان چې اقتصاد یې کمزوری وي، نه شي کولای کافي خواړه ترلاسه کړي، هغوی د ورځې فزیکي فعالیت ترسره کوي، د هډوکو دننه بافت یې مصرفېږي، د وخت په تېرېدو ضعیفېږي او هډوکي یې ورستېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې د خوړو مناسب رژیم درلودل او د کلسیم، ویټامین ډي او پروټین لرونکو خوړو کارول د هډوکو له ورستېدو مخنیوی کوي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې لبنیات لکه شېدې، مستې، پنیر او دغه راز د ماهي غوښه، د چرګو هګۍ، ترکاري او میوې چې ویټامین او کلسیم لري، د هډوکو ورستېدو څخه د مخنیوي لپاره اغېزمن خواړه دي.

هغوی وايي، که چېرې هډوکو کې کسر رامنځته کېږي یا ماتېږي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي څو د ډاکټر د تشخیص له مخې د ناروغ درملنه وشي.

ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکې ۶۰ کلنه پري‌ګل چې د هډوکو د ورستېدو پر ناروغۍ اخته ده او د باسط په تخصصي روغتون کې د درملنې لاندې ده، وايي: «دوه میاشتې کېږي چې لاس مې مات شوی، هره سه‌شنبه یا دوشنبه ډاکټر ته راځم چې لاس مې ګچ کړي، ډاکټر ویلي چې لاس دې باید د پنځو میاشتو لپاره ګچ وي.»

خو هغه وايي، ټاکل شوې وه لاس یې عملیات شي، خو د زړه ډاکټر د عملیات اجازه نه وه ورکړې؛ ځکه چې د زړه ناروغي لري.

ورته مهال، د یاد روغتون یو بل ناروغ عبدالرحمان وايي: «نن راغلم چې معاینات وکړم، مخکې له دې مې هم د هډوکو ورستېدو ناروغي درلودله، اوس یوه میاشت کېږي چې درمل مې خلاص شوي، راغلم چې یوه معاینه وکړم چې اړتیا شته بیا درمل واخلم یا نه.»

سرچینې زیاته کړه، پخوا یې لاسونو او پښو ډېره سستي کوله او د بدن په بېلابېلو برخو کې یې درد درلود، اوس چې د درملنې لاندې دی روغتیایي حالت یې ښه شوی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.