ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

لسو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
1 Apr 2012 - 19:05
لسو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
1 Apr 2012 - 19:05

فراه ښار (پژواک ١٣ ورى ٩١): د فراه ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته کې د دولت اووه وسلوال مخالفين ووژل شول او يو پوليس او درې طالبان ټپيان شول.

د فراه د والي وياند نقيب الله فراهي نن (د وري ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوال طالبان د خاک سفيد ولسوالۍ د خوست او جيحه په کليو کې د سيمه ييزو پوليسو له کمين سره مخ شول.

فراهي زياته کړه، چې د ځايي چارواکو د راپور له مخې، په دغې نښته کې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي په دغې نښته کې د يوه سيمه ييزو پوليس د ټپي کېدو هم خبر ورکړ.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال شمس الرحمن زاهد د دغه خبر په تاييد سره وويل، چې په ياده پېښه کې پوليسو او ځايي خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.

په همدې حال کې د فراه ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالجبار شايق پژواک ته وويل، چې د شپږو طالبانو مړي او همدارنګه يو سيمه ييز پوليس چې په لاس ټپي شوى و، له خاک سفيد ولسوالۍ څخه د فراه ولايتي روغتون ته رالېږدول شوي دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه طالبان په داسې حال کې په فراه کې وژل کېږي، چې دوه ورځې مخکې هم د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې له طالبانو سره د ايساف د اکمالاتي کاروان د ساتونکو او پوليسو په نښته کې، ٣٠ طالبان او د کاروان پنځه ساتونکي ووژل شول، د ښکېلو غاړو ١٢ تنه ټپيان او دوه طالبان ونيول شول.

په لوېديځه حوزه کې د پوليسو مطبوعاتي مسوول عبدالرووف احمدي په وينا، دغه پېښه هغه مهال د ګلستان ولسوالۍ د توت په سيمه کې رامنځ ته شوه، چې د ايساف اکمالاتي کاروان د هلمند ولايت د شورابک په لور روان و.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په ياده پېښه کې ١٦ طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتنو د تاييد ترڅنګ ادعا کړې وه، چې د دوى کسانو د يوه قوماندان په ګډون د ملي اردو ٤٠ سرتېري وژلي، ١٠ نور يې ټپيان کړي او شپږ موټر يې سوځولي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.