ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د کونړ پر مرورې ولسوالۍ هم بريدونه پيل کړل

19 Sep 2012 - 18:21
19 Sep 2012 - 18:21

اسعداباد (پژواک ٢٩ وږى ٩١): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې پاکستانيو ځواکونو د کونړ پر مرورې ولسوالۍ هم بريدونه پيل کړل.

پر مرورې ولسوالۍ په داسې حال کې دا بريدونه پيل شوي، چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د دغه ولايت پر دانګام ولسوالۍ هم د بريدونو لړۍ دوام لري.

 د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پاکستانيو ځواکونو پر مرورې ولسوالۍ يوولس او پر  دانګام شل توغندي ويشتلي دي.

 هغه زياته کړه، چې د دغو بريدونو له امله په مرورې ولسوالۍ کې يو تن ټپي شوى او د خلکو ګڼ شمېر څاروي وژل شوي دي.

نوموړى وايي، دغو بريدونو په سرحدي سيمو کې لوى بشري ناورين رامنځ ته کړى، خو تر اوسه يې پر وړاندې د بشري حقونو ادارې، مدني ټولنې او سياسي ګوندونو هېڅ راز غبرګون نه دى ښودلى.

 د کونړ والي زياتوي، چې د دغو بريدونو له امله د يادو سيمو سلګونه کورنۍ کډوالې شوې هم دي.

 د يادونې ده، چې له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د دغو بريدونو له امله تر پنځوسو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د افغانستان دولت پر دغو بريدونو ډېر احتجاجونه کړي تر دې پورې چې ولسي جرګې د دفاع او کورنيو چارو وزيران هم سلب صلاحيت کړل.

 د يادونې ده، چې د وفاق ملي په نوم يوه سياسي ګوند د دغو بريدونو پر ضد د جهاد اعلان کړى او ويلي يې دي، چې د دغه کار لپاره ورسره زرګونو کسانو نوم ليکنه کړې ده.

 د دغوکسانو له ډلې شاوخوا درې سوه کسان وړمه ورځ کونړ ته رسېدلي او پرون يې د پاکستان پر ضد لاريون هم کړى و.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version