ترينکوټ (پژواک ٣ تله ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د تلې په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د چهارچينو ولسوالۍ په دوان سيمه کې دوه ماين خښوونکي هغه مهال د خپل ماين ښکار شول، چې غوښتل يې پر يوه عامه لاره ماينونه خښ کړي.
د هغه په وينا، د ماين د ځاى پر ځاى کېدو پر مهال چاودنه رامنځته شوه او دواړه ماين خښوونکي په کې ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوال طالبان ډېرۍ مهال پر عامه لارو ماينونه ځاى پر ځاى کوي، چې له امله ډېر وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ١٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن