ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى: افغانستان به هېڅکله هم د يوولس کلونو پخوا حالت ته ولاړ نه شي

25 Sep 2012 - 09:05
25 Sep 2012 - 09:05

کابل-واشنګټن (پژواک ٤ تله ٩١): ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې افغانستان به هېڅکله هم بېرته د يوولس کلونو پخوا حالت ته ونه ګرځي.
له ارګ څخه د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې پرون په نيويارک کې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن هيلري کلنټن سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې د بهير، پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو او د بګرام په زندان کې د پاتې افغان زندانيانو د انتقال په اړه خبرې اترې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيله څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د سولې د بهير په اړه روانې خبرې اترې او هڅې به مثبتې پايلې ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره له پاکستان سره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو په پايله کې يې د دولت وسلوال مخالفين مذاکراتو ته حاضر شي.
ولسمشر دغه راز د افغانستان په اړه د يو شمېر لوېديځو رسنيو پر ناسمو خپرونو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې هغوى د افغانستان د راتلونکي په اړه بې اساسه او ناسم راپورونه خپروي، چې دغه کار د افغانانو په عامه ذهنيت او د تېرو لسو کلونو پر لاسته راوړنو ناوړه اغېزه پرېباسي.
حامد کرزي زياته کړه، چې په تېرو يوولسو کلونو کې افغانستان د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودلي دي.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان به هېڅکله هم بيا د يوولسو کلونو پخوا حالت ته ونه ګرځي.
سرچينه زياتوي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هم وويل، چې افغانستان په تېرو يوولسو کلونو کې چټک او د پام وړ پرمختګ کړی او اوس بايد داسې ګامونه پورته شي چې د تېرو کلونو پرمختګونه پياوړي او لا زيات شي.
تر دې ليدنې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر کرزي او مېرمن کلنټن افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسې، د سولې د پروسې او د افغانستان د بيارغونې په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، چې دواړو مشرانو دغه راز په ځانګړې توګه په امريکا کې د جوړ شوي فلم او له هغه وروسته د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د رامنځته شوو حالاتو په اړه هم خبرې وکړې.
دغه فلم، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوى شوى، د نړۍ مسلمانانو پرې کلک غبرګون ښودلى او پارېدلو لاريون کوونکو په ليبيا کې د امريکا سفير هم د دغه کار په غچ کې وواژه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو په افغانستان کې د پانګې اچونې پر موضوعاتو هم خبرې وکړې او ولسمشر کرزي له امريکايي سوداګرو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version