ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى او کلنټن پر امنيتي سند او سولې وغږېدل

11 Jan 2013 - 13:44
11 Jan 2013 - 13:44

واشنګټن (پژواک ۲۲ مرغومی ۹۱): ولسمشر حامد کرزي د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن کلنټن سره د سولې د پروسې، امنيتي سند او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د مرغومي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرزي او مېرمن کلنټن ياده ليدنه د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې ترسره شوه او وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو هم په دې ليدنه کې برخه واخيسته.

هغه زياته کړه، چې تر ليدنو وروستو مېرمن کلنټن د افغانستان د ولسمشر او د راغلي پلاوي په وياړ د شپې ډوډۍ ترتيب کړې وه، چې په کې د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا او نورو چارواکو هم برخه واخيسته.

فيضي وويل، چې په دې ليدنه کې مېرمن کلنټن له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د سولې د پروسې او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو او يو شمېر نورو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې وکړې.

نوموړي دغه خبرې اترې او لېدنه بريالۍ وبلله خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

 تر دې ليدنې وروسته ولسمشر کرزى او د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د رسنيو پر وړاندې راڅرګند شول، خو د رسنيو پوښتنو ته يې ځوابونه ونه ويل او نه يې هم خبرې ورسره وکړې.

کلنټن يواځې دومره وويل: ((دا زما لپاره د وياړ ځای دی چې د افغان ولسمشر کوربه توب کوو، دوی هم په کابل کې زما ښه مېلمه پالنه او کوربه توب کوي.))

 تر دې ليدنې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده ويکټوريا نولينډ رسنيو ته ويلي وو، چې په دې ليدنه کې به د ګڼ شمېر موضوعاتو ترڅنګ افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي سرتېرو د شمېر او د سولې پروسې په اړه خبرې کېږي.

د هغې په وينا، دوی هيله من دي چې د سولې د پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه له ولسمشر کرزي څخه وروستي معلومات ترلاسه کړي. 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version