ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن: د داخلي بريدونو په ډېرېدو ښايي له ټاکلي مودې مخکې ووځو

author avatar
2 Oct 2012 - 18:51
author avatar
2 Oct 2012 - 18:51

کابل (پژواک ١١ تله ٩١): د ناټو سازمان عمومي سرمنشي په ډاګه کړه، چې د داخلي بريدونو له زياتېدو سره يې د سرتېرو مورال ټيټېږي او دې کار سره شونې ده، چې د ناټو ځواکونه له ټاکل شوي مهال وېش څخه مخکې له افغانستان څخه ووځي.

د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن، دغه څرګندونې پرون بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو سرتېرو مخ په زياتېدونکو بريدونو ته په اشارې سره ويلي، چې دې سره د ناټو سرتېرو مورال  ټيټېږي.

نوموړي زياته کړې، دې بريدونو سره ښايي ناټو له ټاکل شوي مهال وېش څخه مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په وېستلو فکر وکړي.

د ټاکلي مهال وېش له مخې، ناټو بايد د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه پورې خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د ناټو سرمنشي په ياده مرکه کې ويلي، چې په يو شمېر  داخلي بريدونو کې وسلوال طالبان لاس لري، څو د روانې جګړې د دوامداره ساتلو لپاره د خلکو او سياسي ډلو ملاتړ ترلاسه کړي.

بل خوا سپينې ماڼۍ پرون اعلان کړى، چې داخلي بريدونه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وېش هېڅ اغېز نه کوي.

په کابل کې د ناټو سازمان د ملکي استازي وياند ډومينک ميډلي وايي، سرمنشي راسموسن تل ويلي چې تر ٢٠١٤ زېږديز کاله پورې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو دبېرته وتلو لړۍ په سيمه کې امنيتي حالاتو ته په کتلو سره ترسره کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څنګه چې افغان ځواکونه په تدريجي ډول پرمختګ کوي او امنيتي مسووليتونه په غاړه اخلي، په دې همدې توګه په تدريجي توګه به ناټو ځواکونه هم له افغانستان څخه وځي.

د هغه په وينا، راسموسن ويلي چې ناټو ځواکونه به له ټاکلي او موافقه شوي مهال وېش سره سم له افغانستان څخه په تدريجي ډول خپل سرتېري وباسي.

ډومنيک وايي، راسموسن په خپلو څرګندونو کې روښانه کړې، چې ناټو او ايساف ژمن دي چې په افغانستان کې به خپلې موخې ترلاسه کوي.

د ناټو سرمنشي په داسې حال کې له ټاکل شوي مهال وېش څخه مخکې د خپلو سرتېرو د وېستلو ‌څرګندونې کړې، چې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د افغان ځواکونو له خوا د ناټو پر سرتېرو د بريدونو لړۍ تُنده شوې ده؛ په دې کال کې تراوسه شاوخوا ٣٥ دا ډول بريدونه شوي، چې له امله يې ٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.

داخلي بريدونو افغان، ناټو او امريکايي چارواکي هم اندېښمن کړي دي؛ د امريکا د دفاع وزير پرون د ټېلېفوني اړيکې له لارې د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو سره د دې بريدونو د مخنيوي په اړه خبرې کړې دي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.